په ستر توپير د شل اووريزو لوبو ګټل.

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

دې نوملړ کې هغه لوبډلې در پېژنو چې په زیاتو منډو خپله مقابله لوبډله ماته کړې او په ستر توپیر یې بری خپل کړی دی.
افغان لوبډلې د ۲۰۱۳م د سپټمبر په ۳۰ مه په شارجه کرکټ لوبغالي کې کینیا لوبډلې ته په ۱۰۶ منډو ماتې ورکړه او دا ماتې په لوی توپیر یا لارج مرجېن د لوبو ګټلو ریکارډ کې راغلې.
په ستر مرجېن د لوبو ګټلو نوملړ کې د افغانستان په ګډون د زیاتو نورو لوبډلو نومونه هم شته، لومړي مقام کې د چېک جمهوریت لوبډله ده، دې لوبډلې د ۲۰۱۹م د اګسټ په ۳۰ مه د ترکیې لوبډلې ته په ۲۵۷ منډو ماتې ورکړه او دا بریا د چېک جمهوریت لپاره تر ټولو لوبډلو زیات مقام ورکړی او د جدول په لومړي سر کې قرار لري.
چېک جمهوریت، ترکیې ته ۲۷۸ منډې هدف ورکړی و.
رومانیا د ۲۰۱۹م د اګسټ په ۳۰ مه په ۱۷۳ منډو ماتې ورکړې وه او دا بله ستره بریا وه.
سریلانکا د ۲۰۰۷م د سپټمبر په ۱۴ مه کینیا ته په ۱۷۲ منډو ماتې ورکړه.

پاکستان د ۲۰۱۸م د اپریل په لومړۍ نېټه ویسټ انډیز ته په کراچۍ لوبغالي کې په ۱۴۳ منډو ماته ورکړې وه.
هند، ایرلینډ ته په ۱۴۳ منډو، نېپال، بوتان ته په ۱۴۱ منډو، انګلستان، ویسټ انډیز ته په ۱۳۷ منډو، اوتریش، لوکزامبورګ ته په ۱۳۵ منډو، اسټرالیا، سریلانکا ته په ۱۳۴ منډو، پي این جي، فېلېپین ته په ۱۳۳ منډو، سویلي افریقا، سکاټلېنډ ته په ۱۳۰ منډو، نمېبیا، بوټسوانا ته په ۱۲۴ منډو، نیوزیلېنډ ویسټ انډیز ته په ۱۱۹ منډو، انګلستان، افغانستان ته په ۱۱۶ منډو، سکاټلېنډ، نېدرلېنډ ته په ۱۱۵ منډو، زِمبابوې، کاناډا په ۱۰۹ منډو، هسپانیا، مالټا ته په ۱۰۹ منډو او اسټرالیا د ۲۰۲۰م د فبروري په ۲۱ مه د جمعې په ماښام سویلي افریقا ته په ۱۰۷ منډو ماتې ورکړه.
له دې سربېره ځینې نورې لوبډلې هم شته، چې په لوړ مرجېن یا توپیر یې خپلې مقابلې لوبډلې ماتې کړې دي.