د افغانستان په ګډون لس هغه لوبډلې، چې په شل اوریزو لوبوکې یې په اوپننګ لوبې ګټلې.

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د کرکټ برخه کې ډېرې پیاوړې لوبډلې او کرکټ لوبغاړي شته، چې ستر هدفونه یې د وېکټو په سوځېدلو سره پوره کړي دي، خو برعکس بیا داسې لوبډلې هم شته، چې نورې لوبډلې یې په لس وېکټو یا په اوپننګ ماتې کړي دي.
هغه لوبډلې چې خپلې حریفې کرکټ لوبډلې یې په اوپننګ ماتې کړې، یوه پکې د افغانستان کرکټ لوبډله هم ده، چې خپله حریفه لوبډله یې په اوپننګ یا لس وېکټو ماته کړې ده.
اوس تاسې او د دغو لسو کرکټ لوبډلو نوملړ.
۲۰۰۷م کې د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې په یوه شل اوریزه لوبه کې د پاکستان کرکټ لوبډلې ته په لس وېکټو ماته ورکړې وه او په اوپننګ یې ترې ۱۲۹ منډې هدف پوره کړی و.
د ۲۰۰۷م د سپټمبر په ۲۰مه اسټرالیا کرکټ لوبډلې سریلانکایي لوبډلې ته په لس وېکټو ماته ورکړه او د سریلانکا ۱۰۱ منډې هدف یې په اوپننګ پوره کړی و.
د ۲۰۱۰م د فبروري په لومړۍ نېټه کېنیا په خپل کوربتوب د سکاټلېنډ لوبډلې ته په لس وېکټو ماته ورکړه، د سکاټلېنډ لوبډلې ۱۰۹ منډې هدف کینیا په اوپننګ پوره کړی و او سکاټلېنډ ته یې په لس وېکټو ماته ورکړې وه.

۲۰۱۰م د فبروري په ۳ یمه نېټه نیوزیلېنډ بنګله دېش ته په یوه شل اوریزه لوبه کې په لس وېکټو ماته ورکړه او د بنګله دېش ۷۸ منډې هدف نیوزیلېنډ په اوپننګ پوره کړ.
د ۲۰۱۰م د فبروري په ۴ مه نېټه کېنیا یو ځل بیا سکاټلېنډ ته په اوپننګ ماته ورکړه او د سکاټلېنډ ۱۲۳ منډې د کینیا لخوا په اوپننګ پوره کړل شو.
د ۲۰۱۱م د سپټمبر په ۲۳ مه نېټه انګلستان، ویسټ انډیز ته په اوپننګ ماته ورکړه او د ویسټ انډیز ۱۲۵ منډې هدف یې پرته له کومې وېکټې سوځېدلو پوره کړ.
د دې ډول هدفونو په پوره کولو کې نورې لوبډلې عبارت دي له، نیوزیلېنډ له زِمبابوې، ایرلېنډ له کېنیا، ایرلېنډ له کاناډا، سویلي افریقا له زِمبابوې، انګلستان له نیوزیلېنډ، نیوزیلېنډ له پاکستان، هندوستان له زِمبابوې، پاپوا نیوګیني له وان واټو، نمېبیا له بوټسوانا، اوتریش له ترکیه، یونان له صربیا، پاپوا نیوګیني له برموډا، اسټرالیا له پاکستان او افغانستان له ایرلېنډ په اوپننګ لوبې ګټلي دي.
افغانستان په ۲۰۱۷م کې د ایرلېنډ ۷۱ منډې هدف په اوپننګ پوره کړ او ایرلېنډ ته یې د ۲۰۱۷م د جنوري په ۲۰ مه په لس وېکټو ماته ورکړه.