کرکت او سیاست؛ د نبي او راشد له نا ویلو نیولې د عمران خان تر سیاست رسیدو مو خبروي 

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
  • لیکنه: قطار ظفري

کرکټ په نړۍ کې ښه اوږده مخینه لري، چې پوهان یې سرچینه بریتانیه بولي، چې له هغه وروسته یې د نړۍ نورو هېوادونو ته لاره پیدا کړې ده.
له کله نه، چې کرکټ لوبه تازه دمې په افغانستان کې راڅرګنده شوه نه یوازې چې د هېواد ملي ارزښتونه یې نړیوالو ته مثب وښودل، بلکې د هېواد دننه یې په زرګونه مینوال پیدا او دې لوبې ته مخه کړه، افغان لوبغاړو تر نورو ډېر مخکې او ان د نړیوالو رسنیو دخبرونو سرلیکونه شول.
کرکټ او سیاست تر عنوان لاندې کتاب، چې ډاکټر هدایت الله زرمت لیکلی دی، پکې لیکلي چې په هېواد دننه او بهر یې څېړنه کړې ده.
په دې کتاب کې ډېر عجیب او نادره معلومات په ډېره هنري ژبه راوړل شوي دي. او همدا رنګه د معیاري دیپلوماسۍ له لارې یې د هېواد اړیکه د کرکټ له ادرسه پاکستان، هند، سیمې او نړۍ سره څارلې، څېړلې او تحلیل کړې ده.
د پاکستان او هند ترمنځ یې کړکېچن، مبهم، مشوش حالات راښکاره کړي دي. د نړۍ کرکټ ته یې په نړیواله کچه د سیاست له عینکو کتلي او تحلیل کړی دی.
د هېواد، ګاونډ، سمې او نړیوالو لوبغاړو سره یې داسې مرکې کړې ممکن، چې د هغوی خبرې به تاسو حیران، غوسه او وخندوي.
د عمران خان تګ له کرکټ تر سیاسته، د ویرات کوهلی پېغام، د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو ته د شاهد افریدي نه راتګ، د راشد او محمد نبي په ژوند د هند هېواد له خوا مستند جوړل، د هند دالوتکې تښتول، د رحمت شاه، حضرت الله ځاځي مرکې او او نور ګڼ، جالب او په زړه پوري معلومات لوستل شئ.
Rashid Khan and Mohammad Nabi congragulate each other after maiden series win against Bangladesh AFP کرکت او سیاست؛ د نبي او راشد له نا ویلو نیولې د عمران خان تر سیاست رسیدو مو خبروي 
موړی کتاب د کرکټ او سیاست تر عنوان لاندې په ۱۷۰ مخونو کې په لوړ کیفیت او غوره کاغذ چاپ شوی دی، چې له ګڼو منابعو څخه په کې استفاده شوې دي.
لوستل یې تاسو ته لاندې ګټې لري.
۱ – د کرکټ له پیدایښته مو خبروي.
۲ – په افغانستان کې مو د کرکټ له تاریخه خبروي.
۳ – د پاکستان او هند ترمنځ د جنجال له نرمېدلو مو خبروي.
۴ – د نبي او راشد له نا ویلو مو خبروي.
۵ – د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ له ناخوالو مو خبروي.
۶ – د عمران خان تګ له کرکټ تر سیاست مو خبروي
۷ – د ویرات کوهلي له خبرو مو خبروي.
۸ – ډېر جالب او نه لیدونکې انځورونه په کې چاپ شوي دي چې تاسو یې لیدلی شئ.
۹ – په پاکستان کې پر سریلانکایي لوبې د برید له جریان مو خبروي.
۱۰ – له هغو لوبغاړو سره مو اشنا کوي، چې اوس لوی سیاسیون دی.
۱۱ – نور ګڼ او په زړه پورې معلومات یې په ډېره هنري، روانه او ساده، خو دیپلوماتيکه ژبه پکې ځای کړي دي، چې زه یې له ټولو څخه په دې کوچنۍ لیکنه کې یادونه ناتوانه بولم.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.