له نن څخه ۳۱ کاله مخکي شوروي ځواکونه په بد حالت له افغانستانه ووتل!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د پخواني شوروي د ځواکونو وروستۍ پوځي ډلګۍ د ۱۹۸۹ میلادي کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه (۳۱ کاله مخکي په همدې ورځ) د حیرتان پر بندر تېره سوه او د افغانستان اشغال رسماً پای ته ورسېد.
له افغانستانه د پخواني شوروي د ځواکونو د وروستۍ ډلګۍ مشري جنرال بوریس ګروموف کوله.
له افغانستانه د پخواني شوروي د پوځیانو د وتلو بهیر یو کال وخت ونیو.

راپورونه وایي، چې ۴۰ کاله مخکې په یو وار څه باندې پنځه ویشت زره شوروي پوځيان افغانستان ته راغلل، چې پیاوړي پوځي تجهیزات او هوایي ځواکونه هم ورسره وو او وروسته د شوروي عسکرو شمېر ان له یونیم لکو څخه هم واوښت.
د پخواني شوروي اتحاد پوځیانو په ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي یا مرغومي په شپږمه نیټه باندي پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، د دوي الوتکي، ټانکونه او نور زغروال وسایط سهار وختي په کابل کي ولیدل سول.
د شوروي اتحاد ځواکونو له نړیوالو اصولو او قوانینو تر پښو لاندي کولو سره پر افغانستان یرغل وکړ، چي دا ورځ ډېری افغانان د افغانستان په تاریخ کي یوه تر ټولو تیاره او بدمرغه ورځ بولي.

افغانان نږدې ټول په دې باور دي چې د روانو ستونزو او ناخوالو اصلي لامل له اوس څخه ۴۰ کاله مخکې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد پوځي یرغل دی.
افغانان دا ورځ ځکه د خپل هېواد او هېوادوالو لپاره یوه بدمرغه او تیاره ورځ بولي، چي له همدې ورځي راپدېخوا د افغانستان د لسیزو غمیزه پیل سوه؛ کور په کور ورته جنازې کېښودل سوې، پیاوړی نظام او ټولي زېربناوي له بېخه ختمي سوې او تر ټولو بده لا دا چي د افغانستان د احتیاج او اړتیا ټوله تکیه د پاکستان او ایران په څېر پر ګاونډیو هېوادونو وتړل سوه.
په افغانستان کي د شوروي اتحاد ځواکونو د ۱۹۷۹ میلادي کال د ډېسمبر میاشتي له ۲۴مې څخه د ۱۹۸۹ میلادي کال د فبرورۍ میاشتې ۱۵مي پوري یاني ۹ کاله، یوه میاشت، درې اوونۍ او یوه ورځ داسي جګړه وکړه، چي د افغانستان هېڅ ګوټ د روسانو له توپونو او بمباریو روغ پاته نه‌ سو.
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د لسګونو زرو پوځيانو د یرغل پر وړاندې افغانانو سخت غبرګون وښود او په هره سیمه کې یې پاڅون وکړ، سلګونه زره افغانان مهاجر سول، د جهاد اعلان وسو او د شوروي ځواکونو او د وخت حکومت پر ضد وسلواله مبارزه پیل سوه.
د رسمي خپرو سویو ارقامو له مخي، په دې خونړۍ جګړه کي څه باندي ۱۴ زره د شوروي اتحاد عسکر ووژل شول او شاوخوا ۵۴ زره نور ټپیان سول، خو په مقابل کې نږدې سل زره افغان مجاهدین وژل سوي او له دې زیات ټپیان سوي وو
همداراز، په دې خونړۍ جګړه کې شاوخوا دوه مېلیونه ملکي افغانان شهیدان او نږدې درې مېلیونه ټپیان سوي وو او د دې تر څنګ ۵ مېلیونه افغانان له هېواده بهر او دوه مېلیونه نور په هېواد کي دننه د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ سوي وو.

خو  وروسته پخواني شوروي ځواکونه دې ته اړ سول، چي له افغانستانه ووځي او له نن څخه ۳۱ کاله مخکي شوروي ځواکونه په ټيت سر له افغانستانه ووتل!
د پخواني شوروي د ځواکونو وروستۍ پوځي ډلګۍ د ۱۹۸۹ میلادي کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه (۳۱ کاله مخکي په همدې ورځ) د حیرتان پر بندر تېره سوه او د افغانستان اشغال رسماً پای ته ورسېد.
له افغانستانه د پخواني شوروي د ځواکونو د وروستۍ ډلګۍ مشري جنرال بوریس ګروموف کوله.
له افغانستانه د پخواني شوروي د پوځیانو د وتلو بهیر یو کال وخت ونیو.
له افغانستانه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته د شوروي پلوي حکومت سقوط وکړ او د مجاهدینو ترمنځ خونړیو کورنیو جګړو ته لاره خلاصه سوه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.