د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ یا پي ایس ایل لوبې د روانې میاشتې په شلمه نېټه د پاکستان په کراچۍ ښار کې پېلېږي.
د پاکستاني کرکټ بورډ په خبره د کراچۍ ښار ملي یا نېشنل کرکټ لوبغالی به د لومړیو لوبو او د لاهور قدافي لوبغالی به ورسره بل مل لوبغالی وي، چې د پنځم پړاو پي ایس ایل ټولې لوبې به پرې ترسره کېږي.
سږ کال پي ایس ایل لیګ کې شپږ لوبډلې، پېښور زلمي، کوېټه ګلاډېئټرز، اسلام اباد یونایټېډ، ملتان سلطان، لاهور قلندرز او کراچي کېنګز شاملې دي.
سوداګریز کرکټ لیګ کې ټولې ۳۴ لوبې کېږي، چې د فبروري له ۲۰ مې نېټې د مارچ تر ۲۲ مې نېټې دوام کوي.
تېر کال د دې لیګ اتلولي د سرفراز احمد په لوبډلمشرۍ کې کوېټې لوبډلې اخیستې وه او پېښور زلمي لوبډلې ته یې پایلوبه کې ماته ورکړې وه.
او شېن واټسن د ټول ټورنمنټ غوره توپ وهونکی راغلی و.
د پي ایس ایل ګټونکې لوبډلې
۲۰۱۶م کې یې لومړی پړاو اسلام اباد یونایټېډ وګاټه او کوېټې ته یې ماته ورکړې وه.
۲۰۱۷م کې یې اتلولي پېښور زلمي ګټلې وه او کوېټې ته یې په ۵۸ منډو ماته ورکړې وه.
۲۰۱۸م کې یې اسلام اباد یونایټېډ وګټله او پېښور زلمي ته یې په ۳ وېکټو ماته ورکړې وه.
او ۲۰۱۹م کې یې اتلولي کوېټې لوبډلې وګټله او پېښور زلمي لوبډلې ته یې په ۸ وېکټو ماته ورکړې وه.
پي ایس ایل کې د افغان لوبغاړو لوبېدلو او یا هم نه لوبېدلو په اړه
په لومړي پړاو پي ایس ایل کې افغان لوبغاړي ولوبېدل، خو له ۲۰۱۶م وروسته د افغانستان او پاکستان سیاسي کړکېچ کرکټ کې هم ستونزې راپورته کړې.
د ۲۰۱۷م په اوږدو کې د روژې میاشتې په ۵ مه په کابل کې ستر برید وروسته د افغان او پاکستانۍ لوبډلو ترمنځ د لوبو سیریز لغوه شو.
چې دې چارې افغان لوبغاړي د پاکستان په سوپر لیګ او پاکستاني لوبغاړي د افغانستان په سوداګریزو لوبو کې له لوبو منع کړل.
دا بندیز اوس هم پای ته نه دی رسېدلی او لا هم افغان لوبغاړي په پي ایس ایل سیالیو کې لوبېدلو ته نشي تللی او پاکستاني رسمي لوبغاړي د افغانستان لوبو کې نشي