د شاهرخ خان د مسلک غوره فلم ۱۰ کلن سو.

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: مدثر دعوت
پوره لس کلونه وړاندي په ۲۰۱۰ز کال کي د کرن جوهر په ډايريکټرۍ سره يو لا جوابه کيسه لرونکی او د غوره اداکارۍ څخه جوړ فلم نندارې ته وړاندي سو.
می نيم ايز خان فلم کي د باليووډ باچا شاهرخ خان او کاجول د فلم مرکزي لوبغاړي دي،چي د سينما پوهانو د ۱۰ نومرو څخه يې ۸ نومرې وګټلې.
می نيم ايز خان د رضوان خان په نوم يو رښتيني مسلمان ځوان د ژوند څخه جوړه کيسه ده چي د خپل مور د مرګ څخه وروسته امريکا ته ځي،په هوايي ډګر کي د مسلمانۍ په نامه ډير و زورول سي او په ساعتونو ساعتونو انتظار سي.
my name is khan 31881803471501443930 د شاهرخ خان د مسلک غوره فلم ۱۰ کلن سو.
د خپل ورور ليدو ته ځي خو وروسته يې ورينداره چي روانپوه ده ورباندي پوهيږي چي رضوان د اسپرګر سنډروم په نوم ناروغۍ اخته دی.
رضوان (شاهرخ خان) په ناڅاپي ډول د هندو مذهبي ميندرا ( کاجول) سره چي ارايشګره ده مخ کيږي ،پر مينيږي چي وروسته واده ورسره کوي تر هغې يې ژوند ارام وي چي کله د سپټمبر په يوولسمي نيټې د امريکا په تجارتي برجونو کي د طيارو د ټکر پيښه رامنځته کيږي.
my name is khan 12 1024x6833295901062912778130 1 د شاهرخ خان د مسلک غوره فلم ۱۰ کلن سو.
په امريکا کي د مسلمانانو سره حساسيتونه ډيريږي تر هغې چي رضوان د امريکا متحده ايالات د ولسمشر بارک اوباما سره ګوري او ورته وايي زما نوم خان دی خو زه ترهګر نه يم.
می نيم ايز خان فلم په ۱۰۰ کروړه جوړ سوی وو، که څه هم په سياسي لحاظ او د اسلام د مذهب د ښه وړاندي کولو په خاطر هندوانو ډير کوښښ وکړ چي ياد فلم ناکامه کړي خو د ډيرو ننګونو سره سره لومړی باليووډي فلم سو چي په نړيواله کچه ۲۲۳ کروړه تجارت کوي.
my name is khan 143728909126601348224 د شاهرخ خان د مسلک غوره فلم ۱۰ کلن سو.
شاهرخ خان لس کلونه وروسته د کرن جوهر څخه ددې په زړه پوري فلم په خاطر مننه کړې او وايي هرکله ددې فلم انځورونه ګورم او دا مي د مسلک بهترين فلم دی.
20200213 0705224051727849067230638 د شاهرخ خان د مسلک غوره فلم ۱۰ کلن سو.
کاجول هم د ټويټ له لاري ددې فلم څو انځورونه په ويډيويي ډول شريک کړي او خپل احساسات يې څرګند کړي.
20200213 0705371681855551284170265 د شاهرخ خان د مسلک غوره فلم ۱۰ کلن سو.
مای نيم ايز خان فلم په ۲۰۱۱ز کال کي ۲۵ جايزې وګټلې ، او د ۸۴ ايوارډونو لپاره کانديد وو.
د فلمفير،ايفا،زي سينما،جيما،ګلډ او ځيني نور ايوارډونه وه چي د فلم ډايريکټر،جوړوونکو او لوبغاړو ته ورکړل سوه.