ليکنه: مدثر دعوت
که څه هم د سينما اداکاران په نړيواله کچه د خپلو مينوالو ډير خيال ساتي خو دا ځل يې د پاکستانيانو زړونه مات او د خپلو هيوادوالو زړونه وګټله.
د هندوستان ټايمز د راپور له مخي سلمان خان د پاکستانيانو له لوري په هغه پروګرام کي چي په ځانګړي ډول دده لپاره جوړ سوی وو د ګډون څخه انکار وکړ.
د غه پروګرام د يو پاکستاني فعال ريحان صديقي له لوري د امريکا متحده ايالاتو په هوسټن کي ترتيب سوی وو او صديقي هغه شخص دی چي د هندوستان پر ضد فعاليتونو تمويل کوي.
د باليووډ هنګامه د راپور له مخي تر دې وړاندي هم سلمان خان د خپل هغه فلم څخه چي اوس ريليز سوی د پاکستاني سندرغاړي څخه د سندرو ويلو حق واخيستی.
په لومړيو کي داسي تړون سوی وو چي راحت فتح علي خان به د ډبنګ۳ فلم دوې سندري وايي خو کله چي د هند او پاکستان ترمنځ کړکيچ ډير سو او اړيکي خرابي سوې سلمان خان او ټول ټيم دا پريکړه وکړه چي راحت به سندري نه وايي او پرځای به يې بل کوم سندرغاړی انتخاب کړي.
کله چي د هند او پاکستان خبري راځي نو د دواړو هيوادونو وګړي يې په اړه جذباتي کيږي،د خپل ګاونډي هيواد پر ضد شعارونه ورکوي او څومره چي يې وس وي هغومره يې تخريبوي.
تيرکال چي کله د هند او پاکستان ترمنځ په کشمير کي تر چاودني وروسته اړيکي زښتي خرابي سوې د هندوستان پخواني کريکټر او د کپيل شرما د شوو کارکوونکی نوجت سينګ سدو پدې خاطر له ياد پروګرام څخه و ايستل سو چي د پاکستاني وګړيو په ملاتړ يې ټويټ کړی وو.