مېرمنو! د دغو کارونو لپاره بښنه مه غواړئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: عطا محمد میاخېل
نن په دې خاورینه کرُه کې ډېرې ځواکمنې ښځې وینو، خو سره له دې، بیا هم کوچنۍ ستونزې شته او دا هغه چلند دی، چې ډېری مېرمنې یې د نورو په وړاندې ترسره کوي: بښنه غوښتل.
که په رښتیا مو تېروتنه کړې وي، نو ښه ده، چې بښنه وغواړئ، خو د ځینو عادتونو لپاره، بښنه غوښتل، دلیل او منطق وړاندې کول، ناسم کار دی.
مېرمنې کله وخت په دې دلیل، چې د ژوند ارزښتونه یې، د شاوخوا خلکو د ارزښتونو په څېر نه دي، له ځینو کارونو څخه غاړه غړوي. په دې لیکنه کې په هغو کارونو باندې رڼا اچوو چې د ترسره کولو له امله یې نباید مېرمنې بښنه وغواړي.
مور کېدل
ډېری مېرمنې د مور کېدلو هیله لري، خو سم وخت یې څنګه تشخیص کړئ؟ مور کېدل کوم آسانه کار نه دی، خو له هغه ځایه، چې تاسو یوازینی فرد یاست، چې باید خپل ماشوم دې نړۍ ته راوړئ او د عمر تر پایه په هغه باندې پام وکړئ، یوازې او یوازې خپل نظر مو مهم دی او هېڅ بل فرد نه شي کولای، چې ستاسو پرځای تصمیم ونیسي. ښایي دوستان مو په پوهنتون کې د زده کړو په حال کې وي او تاسو اړه واوسئ، چې خپل ماشوم ستر کړئ، خو مهمه نه ده، که له دې کار څخه خوند اخلئ، نو ترسره یې کړئ.
یا برعکس، که خوښېږي مو چې د ډېر وخت لپاره ماشوم ونه لرئ یا ډېر سفرونه وکړئ، بیا هم ستاسو خپل نظر دی، چې ارزښت لري، نو د مور کېدلو یا هم نه کېدلو لپاره، له هیچا څخه بښنه مه غواړئ او نور هم په دې باندې پوه کړئ، چې یوازې زه خپله یمه، چې باید د خپل ژوند تر ټولو مهم تصمیم ونیسم.
خپل ځان ته لومړیتوب ورکول
هرومرو به مو اورېدلي وي، چې په الوتکه کې څه وایي؟ دا چې په بېړنیو حالاتو کې، مخکې تر دې، چې له نورو سره مرسته وکړئ، لومړی خپل ماسک وتړئ او له خپلې روغتیا څخه ډاډ ترلاسه کړئ، وروسته د نورو مرستې ته ور ودانګئ، نو هغه څه چې باید په ژوند کې لومړیتوب ورکړئ، خپلې روغتیا ته پام کول دي. د خپل ځان لپاره وخت په پام کې ونیسئ. د بېلګې په توګه: که داسې احساس کوئ، چې د نوکانو ښکلي کول مو وضعیت او حالت ښه کوي، نو دا کار ترسره کړئ او په اړه یې له هیچا څخه بښنه مه غواړئ، مهمه نه ده، چې زړه مو څه غواړي، ستاسو اړتیاوې تر ټولو مهم څیزونه دي او د پوره کولو لپاره یې مه خجالت کېږئ.
(نه) ویل
ټول باید نه ویل زده کړي، ښایي ساده او آسانه ترسترګو شي، خو په عمل کې له نورو سره مخالفت کول آسانه کار نه دی، تاسو باید د دې کار لپاره هڅه وکړئ، باید دا زده کړئ، هغه څه چې ارزښت لري، تاسو خپله یاست، نو هغه څه چې نور یې ستاسو په اړه فکر کوي، حتا اړینه نه ده، چې له نه ویلو څخه وروسته بښنه وغواړئ او د هغه تصمیم لپاره، چې نیولی مو دی، توضیحات وړاندې کړئ. ښایي د نورو غوښتنه ستاسو له موخو سره توپیر ولري، ښایي د هغو لپاره کافي وخت ونه لرئ، په هر صورت، هغه څه ته نه ویل، چې نه مو خوښېږي، خجالت کېږئ مه.
سینګار نه کول
ډېری مېرمنې غوره ګڼي، چې له سینګار پرته د نورو په منځ کې حاضرې شي، خو آیا سمه ده، چې هغوی ته ووایو، مخ دې بې نوره دی، یا دا چې ولې په ځان باندې پام نه کوې؟ د سینګار نه کولو لپاره ډېر زیات دلیلونه شتون لري، د بېلګې په توګه: د سینګار له توکو سره حساسیت او یا هم د پوستکي خرابېدل او یا حتی د وخت کمښت، نو هېڅ دلیل شتون نه لري، چې هغوی ورټئ، هرڅوک د خپل ژوند واک او اختیار لري او هر څنګه یې چې خوښه وي په ټولنه کې حاضر شي، له دې امله که تاسو هم د هغو مېرمنو له ډلې څخه یاست، چې طبیعي ښکلا غوره ګڼئ، نو سینګار مه کوئ او حتا د لامل په اړه یې هم له نورو سره خبرې مه کوئ.
سینګار کول
اوس غوره ده، چې د سکې بل مخ هم ووینو. که د هغو مېرمنو له ډلې څخه یاست، چې سینګار کول یې ډېر زیات خوښېږي، نو سینګار وکړئ، د ډېری مېرمنو په سینګار کولو سره یې په ځان باندې باور زیاتېږي، نو هېڅ دلیل شتون نه لري، چې نور ستاسو په اړه څه فکر کوي، غوره ده، هر ډول یې چې خپله خوښېږي، سینګار وکړي، له دې امله، د هغه کار په خاطر، چې خپله مو خوښېږي، له نورو څخه بښنه مه غواړئ.
کار کول
پخوانیو مېرمنو له واده کولو او اولاد پیدا کولو وروسته، له یوې څخه زیاته ټاکنه نه درلوده او هغه هم په کور کې کار کول، هغوی په کور کې پاتې کېدلې او خاوندان یې له کور څخه بهر په کار باندې بوخت ول، خو نننۍ ښځې کولای شي، په هر هغه مسلک باندې لاس پورې کړي، کوم یې چې خوښېږي. که چېرې تازه مو ماشوم پیدا شوی وي او په عین حال کې نه مو خوښېږي، چې خپل د خوښې وړ کار خوشې کړئ، نو غوره ده، چې خپل کار ته دوام ورکړئ یا برعکس که په خپل ځان کې د کار کولو توان نه وینئ، هېڅ دلیل شتون نه لري، چې په هره ورځ کار کولو سره خپل ځان په زحمت کړئ. مهمه نه ده، چې نور څه فکر کوي، هېڅکله د هغې ټاکنې لپاره، له نورو څخه مه شرمېږئ، کومه چې په خپله خوښه مو ده.
هغه څه مو چې اغوستي
د هر چا جامې د هغه د شخصیت ښکارندویي کوي، نو موږ نه شو کولای، د نورو د جامو په اړه نظر ورکړو. ښایي یو کس چاغ وي او ونه شي کولای، چې هر ډول جامې واغوندي یا دا چې خوښېږي یې، چې سر تر پښو تورې جامې واغوندي، ښایي زړه یې وغواړي، چې عجیبې جامې واغوندي، چې هېڅ یوه جامه یې له بلې سره تناسب ونه لري، په هر صورت ټاکنه یې له خپل ځانه سره ده او د بل هېڅ فرد نظر ارزښت نه لري. که کورنۍ او دوستان مو له هغه څه څخه، چې اغوستي مو دي، خوښ او راضي نه دي، له هغو څخه بښنه مه غواړئ، یوازې بسنه کوي، چې ووایئ دا زما ټاکنه ده.
د واده جشن
د واده جشن یو بل له هغو مواردو څخه دی، چې په بشپړه توګه شخصي دی او په تاسو پورې تړاو لري. ښایي ستاسو خوښېږي، چې د خپل واده جشن په یوه تالار کې او په ډېرې سادګۍ سره ترسره کړئ، یا هم په ډېر شان او شوکت سره یې د یوه ساحل تر څنګ ترسره کړئ، ښایي حتا غوره وګڼئ، چې په پیسو یې په یوه سفر لاړې شئ، ستاسو نظر چې هرڅه وي باید نور هم ورته درنښت وکړي، ځکه دا ورځ ستاسو ورځ ده او باید هرڅه ستاسو په خوښه وي، نو د هغه څه په اړه، چې د خپل ژوند په ستره ورځ کې مو تصمیم نیولی، له کورنۍ او مېلمنو څخه بښنه مه غواړئ.
د احساساتو څرګندول
لکه څنګه چې ثابته شوې، ډېری مېرمنې له نارینه و څخه احساساتي دي، کله وخت په ټلویزیون کې د یوې تراژیدي او غمجنې صحنې په لیدو سره یې هم له سترګو څخه اوښکې راځي، حقیقت دا دی، چې موږ انسانان یو، نه روبوټ، نو طبیعي ده، چې د بېلا بېلو موقعیتونو په اړه، بېلابېل احساسات څرګند کړو، نو که په ډېرې آسانۍ له سترګو څخه مو اوښکو د ګرېوان په لور لارې جوړې کړې، یا د ډېرې خوښۍ له کبله مو وغوښتل، چې والوځئ او نور په غېږ کې ونیسئ، نو دا کار له کوم شرم پرته ترسره کړئ.