په وینا کې خندونکې خبرې او ټوکې کول ولې اړین دي؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه: حشمت الله رحمتي
کوم وینا وال چې د خپلې وینا پر مهال یوه نیمه ټوکه کوي، اوریدونکي ورسره نه تنګیږي او ترپایه پورې یې وینا د زړه په غوږو اوري.
که غواړئ چې ناست خلک مو وینا تر پایه په مینه واوري، او د ستړیا احساس ونکړي. او تاسې هم ځان یواځې حس نه کړئ، نو ددې لپاره باید د خپلې وینا په اجنډا کې یوې نیمې ټوکې ته هم ځای ورکړئ.
پام مو وي چې د وینا پرمهال ټوکه کول هم اسانه کار ندی، ډیر خلک کوشش کوي چې خلک وخندوي او داسې ټوکې د وینا پر مهال کوي چې هیڅ د موضوع سره تړاو نلري، دغسې ویناوال بیا د ټوکې پرځای په ځان پورې خلک خاندوي.
اوس راځو دې ته چې په وینا کې څه ډول ټوکې وکړو:
ګورئ! د وینا پر مهال ټوکه کول ځانګړی مهارت غواړي، او دا د هر چا د وس کار ندی. کوښښ وکړئ چې ټوکه مو د قوم، ګوند، مذهب، سیمې او یا ژبې پورې نه وي، ځکه په غونډو کې معمولاً د یو قوم یا یو قسم خلک نه وي ناست، نو ممکن بیدون د ناستو حاضرینو د پیژندلو څخه تاسې د جدي عکس العمل سره مخامخ شئ.
ټوکه وکړئ، خو باید لنډه وي
خلک دومره وخت نلري چې ستاسې اوږدې ټوکې واورې، نه خلک د ټوکو اوریدلو لپاره راغلي، نو هڅه وکړئ چې نه خپل وخت ضایع کړئ، نه د اوریدونکو یا مخاطبنیو ځکه چې د دغسې بې سلیقې کرکټر په لرلو سره بیا ممکن هیڅوک مو ددې وړ ونه بولي چې د دریځ ویاړ درکړي.
تاسې به لیدلي یا اوریدلي وي، هغه خلک چې له وینا ډیرې ټوکې کوي، خلک یې یو ډول نامودبه او بې درکه بولي او فکر کوي چې دا شخص نور څه نه لري ځکه ټوکې او فکاهیانې ډیرې کوي. نو ضرور ده چې لنډې او د اړتیا پر مهال کمې ټوکې وکړئ. داسې نه چې تاسې ته څو دقیقې وخت درکړل شي او غوښتنه وشي چې خپلې لنډې خبرې او وینا مو واوروئ او تاسې په کې ټوکې کوئ، نو دغسې مهال خلک فکر کوي چې بې ترتیبه یاست او د وخت په ارزښت او اصولو نه پوهیږئ.
د موضوع مربوط ټوکه وکړئ.
د موضوع مربوط ټوکه کول د ویناوال د وینا په رابطه د چمتوالي نښه ده، چې واقعآ دا د یو ښه ویناوال نښه هم ده، او د موضوع څخه وتلې ټوکه دا څرګندوي چې تاسې وینا ته هیڅ چمتوالی نلرئ او د چمتوالي نلرل دا معنا لري چې ناست راټول خلک تاسې ته اهمیت نلري.
هغه خلک چې له موضوع بهر ټوکې او بیلګې وايي، داسې دي لکه یو څوک چې اړوند موضوع او خلکو ته هیڅ احترام نه لري، ځکه په دې مجلس کې به مختلف خلک ناست وي، که موږ له موضوع بهر خبره او شوخي کوو، کیدای شي پر هغوی بده ولګیږي.