د ګل پاڼې د خوښې سندره کومه یوه ده؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: ابوبکر عليزی
د پښتو مشهوره سندرغاړې چې په پښتنو سېمو کې یې د خپل غږ په خوږو او جادو ډېر مینوال پیدا کړي د خپلې خوښې په سندرو باندې غږېدلې ده.
دا چې د کومې سندرغاړې د چا سندرې خوښوي مینوال یې ډېر تلوسه لري چې تر څو پوه شي.
ګل پاڼې هم تازه په ټولنیزو رسنیو ویبپآڼې انسټاګرام باندې یوه روښانه کړې چې د خوښې سندره یې کومه یوه ده.
نوموړې ویلي چې د خوښې سندره یې د عاطف اسلم مشهوره سندره ((دل دیا ګلا) ده او ډېره یې اوري.
پرانسټاګرام نوموړې سندرغاړې دغه سندره په خپل غږ کې ویلې او بیا یې شیئر کړې ده.
د ویډیو سره لیکلي چې د عاطف اسلم دل دیا ګلا یې د خوښې سندره ده او په خبره یې په ژوندۍ بڼه کنسرت کې یې ویلې ده.
ګل پاڼه څو کاله وړاندې د موسیقۍ نړۍ ته راغله چې تر اوسه یې په دغه ډګر کې د ځان لپاره ښه ځای ومونده او بریالی سفر یې مخته یوړ.
کوک سټډیو په ۸م پړاو دریم قسط کې یې د عاطف اسلم سره یوه سندره (من امدیم) وکړه او هغه یې ډېرو مینوالو خوښه کړه.
روان کال یوټیوب کې په پاکستان تر ټولو زیاتو لیدل شویو ۱۰ سندرو کې د ګل پاڼې ټپې (اف الله) په شپږم نمبر راغلې وه.