مجيب الرحمن د راشدخان ريکارډ مات کړ!

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
مجيب الرحمن د ځوان لوبغاړي په حيث په شل اووريز کريکټ کي د راشدخان ريکارډ مات کړ.
سپينر توپ اچوونکي مجيب الرحمن وکولای سوه چي د ترټولو ځوان لوبغاړي په حيث يې په شل اووريزو لوبو کي ۱۰۰ ويکټي پوره کړې.
مجيب د راشدخان هغه ريکارډ چي د ۱۸ کلونو او ۳۶۰ ورځو په عمر يې په ۲۰۱۷ز کال کي جوړ کړی وو، د ۱۸ کلونو او ۲۷۱ ورځو په عمر يې مات کړ.
راشد د انګلينډي چپ لاسي سپينر ډني برج ريکارډ چي د ۲۳ کلونو او ۵۶ ورځو په عمر يې په ۲۰ اووريز کريکټ کي ۱۰۰ ويکټي اخيستي وې دوه کلونه وړاندي مات کړ.

مجيب الرحمن اوسمهال په ۹۶ شل اووريزو لوبو کي ۱۰۰ ويکټي اخيستي،خو راشدخان بيا په ۱۹۵ شل اووريزو لوبو کي ۲۷۵ ويکټي اخيستي.
همدارنګه مجيب الرحمن په ۱۶ نړيوالو شل اووريزو لوبو کي ۲۰ ويکټي اخيستي چي ترټولو ښه توپ اچوونه يې په يوه لوبه کي د ۱۵ منډو په مقابل کي ۴ ويکټي دي،او راشدخان په ۴۵ نړيوالو شل اووريزو لوبو کي ۸۴ ويکټي اخيستي،چي تر ټولو ښه توپ اچوونه يې په يوه لوبه کي د ۳ منډو په ورکولو سره ۵ ويکټي دي.

مجيب الرحمن د ملي لوبډلي تر څنګ په اکثرو تجارتي ليګونو کي لوبيدلی،چي اوس هم په بنګلديش پريمرليګ کي په لوبو بوخت دی، تر هغه وروسته د بيګباش ليګ لپاره اسټراليا ته ځي،او بيا هند ته د هندوستان پريمر ليګ لپاره ځي.