مجيب ځدران د شاهد افريدي نړیوال ريکارډ مات کړ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه : مدثر دعوت
نيپال ،PNG ته په ماتي ورکولو سره د يو ورځنيو لوبو دترسره کولو امتياز ترلاسه کړ چي دا دنيپال کرکيټ لوبډلې ته يوه تاريخي ورځ وه.
عربي اماراتو لوبډلي د نړيوال جام ورتګ ته خپلي هيلې او چانس له لاسه ورکړ.
افغان کرکټ ملي لوبډلې يو ځل بيا ويسټ انډيز ته په ماتي ورکولو سره خپله وړتيا وښوده او د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام ته يې د خپل ورتګ هيلي ويسټ انډيز ته په ماتي ورکولو سره را ژوندۍ کړې.
نړيوال جام ته په غوراوي سياليو دویم یعنې سوپرسکس دور په لومړۍ ورځ ريکارډونه.
۱ـ راشد خان: په نړيوال کرکټ کې د خپلې لوبډلمشرۍ په دوران کې لومړۍ بريا د افغانستان په نوم کړل.

لومړۍ درې د غوراوي جام لوبي ټولې افغانستان وبايللې، خو دنيپال په وړاندي بريا يې په A نوملړ کې ثبت شول.
۲ـ مجيب الرحمن: په يو ورځنيو لوبو کي د دريم ځل لپاره د لوبي غوره لوبغاړی شو.
مجيب الرحمن په يو ورځنيو لوبو کې تر ۱۷ کلنو کشر لوبغاړي په حيث د درېم ځل لپاره د غوره لوبغاړي په ټاکل کېدو نړيوال ريکارډ جوړ کړ، په داسي حال کې چې تر دې مخکې شاهد افريدي تر ۱۷ کلنۍ مخکې د دوه ځلې غوره لوبغاړي په جايزې ګټلو سره ريکارډ درلود.

تر مجيب الرحمن او شاهد افريدي وروسته بل هيڅ يو لوبغاړی نشته چې تر ۱۷ کلنۍ مخکي يې د لوبي د غوره لوبغاړي ايوارډ ګټلی وي.
۳ـ کيمو پاول: په يو ورځنيو لوبو کي په خپل لومړني قانوني توپ لوبغاړی وسوځاوه.
دی د ويسټ انډيز لپاره څلورم لوبغاړی شو چي په يو ورځنيو لوبو کې په خپل لومړني توپ ويکيټه ترلاسه کوي او د ويسټ انډيز لپاره دريم لوبغاړی شو چې په نړيوال کرکټ کې په لومړي توپ ویکټ ترلاسه کوي.
۴ـ جيسن هولډر: د ويسټ انډيز پنځم لوبغاړی شو چې په يو ورځنيو لوبو کې يې ۱۰۰۰ منډي پوره کړې او ۱۰۰ لوبغاړي يې سوځولي دي. همدراز هولډر د ويسټ انډيز لپاره اوولسم لوبغاړی شو چې په يو ورځنيو لوبو کې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کوي.
۵ـ افغانستان: ويسټ انډيز ته په ماتې ورکولو سره هغو لوبډلو ته ۱۹ ځلې ماتې ورکړې چي د ټيسټ لوبو امتياز لري، ۱۵ يې د زيمبابوې او ۲ يې د ويسټ انډېز څخه ګټلي دي، بې له دې چي ايرلينډ هم حساب شي.
۵ـ محمد نبي: په افغان کرکټ ملي لوبډله کي لومړنی توپ اچوونکی شو چې په يو ورځنيو لوبو کې خپل ۱۰۰ ویکټي پوره کوي.

دولت ځدران ۹۲ او راشدخان په ۹۱ وکيټو سره هغه افغان لوبغاړي دي چې دوی هم په يو ورځنيو لوبو کې ۱۰۰ وکيټو ته ورنيږدې دي.

۶ـ ويسټ انډيز: يوه له هغو لوبډلو څخه شوه چې ډيري لوبې يې بايللي دي.
دوی د ۵۸۴ لوبو په بايللو سره تر بلي هري لوبډلي په بايللو کي دريم مقام لري.
انګليستان ۶۶۸ لوبي او هندوستانۍ لوبډلې ۶۰۴ نړيوالي لوبي بايللي،چي ورسره نيوزلينډ هم ۵۸۴ لوبي بايللي دي.