د یوټیوب د زیاتو پیسو ګټوونکي؛ تر ټولو مخکې یو اته کلن ماشوم دی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

مشهورې امریکایې اقتصادي مجلې فوربز د نړۍ د ویډیوې ویبپاڼې (یوټیوب) د یوه کال تر ټولو د زیاتو پیسو ګټوونکي کسانو نوملړ خپور کړی.
د دغه نوملړ له مخې د ۲۰۱۸ کال د جون د میاشتې د اولې نېټې څخه تر ۲۰۱۹ کال د جون میاشتې د لومړۍ نېټې پورې دغه یوټیوب چینلونو ډېرې پیسې ګټلې، په دغه نوملړ کې ۱۰ ویډیو چینلونو په ټوله کې ۱۶ کروړه او ۲۰ لکه امریکایې ډالره ګټلي دي.
د پیسو ګټل جالب نه دي، حیرانوونکې خبره دا ده چې د دغه کال تر ټولو د زیاتو پيسو ګټوونکو کسانو په نوملړ کې اول نوم د یوه عمر ته رسیدلي ځوان نه بلکې د یوه ۸ کلن ماشوم دی، چې په یوټیوب تر ټولو زیاتې پیسې ګټلي دي.
دغه ماشوم د تیر کال او روان کال په سیالیو کې ۴۰ لکه امریکایې ډالره څخه زیات ګټلي دي.
فوربز مجلې یوازې د هغه کسانو نومونه لیکلي چې په دغه نوملړ کې شامل دي او زیاتې پيسې یې ګټلي دي خو په لسو لومړیو ډېرو پيسو ګټوونکو کسانو کې د جنوبي اسیا یو ویډیو چینل هم نشته .
تر ټولو د زیاتو پيسو ګټوونکي ماشوم ریان کجي د امریکا دی خو په دریم نمبر په دغه لیسټ کې یوه پنځه کلنه ماشومه ده چې روس کې ژوند کوي.
په دویم نمبر کې د زیاتو پيسو ګټوونکو د ۳۰ کلن چند کلاس فیلوز چینل دی چې په امریکا کې یې د پوهنتون د تعلیمي دورې پر مهال دغه چینل جوړ کړی وه.
10) ونوس ګیمینګ ـ
د ګاناډا اوسېدونکی دی او دغه کال یې د یوټیوب چینل له لارې یو کروړ او ۱۵ لکه امریکایې ډالرو څخه زیات ګټلي دي.
9) ډینیئل مډلټن:
د برتانیې هیواد اوسېدونکی دی او په دغه موده کې د یوه کروړ امریکایې ډالرو څخه زیاتې پيسې ګټلي دي.
8) مارک فچ بش:
د امریکا اوسېدونکی دی نوموړي هم په دغه ټاکلې موده کې یو کروړ او ۳۰ لکو امریکایې ډالر د یوټیوب له لارې ګټلي دي.
7) پیوډي پائي:
د سویډن هېواد اوسېدونکی دی، نوموړي د خپل یوټيوب چینل له لارې د یو کروړ او ۳۰ لکو امریکایې ډالرو څخه زیاتې پيسې ګټلي دي.
6 ) پریسټن ارسمنټ:
د امریکا اوسېدونکی دی د مجلې د معلوماتو له مخې نوموړي په تېر کال کې د یوټیوب له لارې یو کروړ او ۴۰ لکه ډالر ګټلي دي.
5) جیفري اسټار:
د امریکا اوسېدونکې ده، ویل کیږي نوموړې د خپل یوټیوب چینل له لارې یو کروړ او ۷۰ لکه امریکایې ډالره پيداوار لري.
4) رټ اینډ لنک:
امریکایې دی او د خپل یوټیوب چینل له لارې یو کروړه او ۷۵ لکه امریکایې ډالره ګټه لري.
3) انسټاسیا ردزنکسیا:

دا کوچنۍ ماشومه د روس ده، ویل کیږي پنځه کلنه ده او د خپل یوټیوب چینل په مرسته یې په تېر یوه کال کې ۸۰ کروړه امریکایې ډالره ګټلي دي.
2)  ډیوډ پرفیکټ:
دا امریکایې دی او د معلوماتو له مخې نوموړي د خپل یوټیوب په مرسته ۲ کوړه امریکایې ډالره ګټه کړې ده.
1) ریان کجی:

اته کلن امریکایې ماشوم د خپل یوټیوب چینل له لارې تر ټولو د زیاتو پيسو ګټوونکی کس دی، د معلوماتو پر بنسټ نوموړې د خپل یوټیوب له لارې ۶۰ لکه امریکایې ډالره ګټلي دي.