ليکنه: مدثر دعوت
ګوګل هرکال د نړۍ د ټولو هيوادونو هغه مالومات خپروي چي د هماغه هيواد وګړي يې په اړه ډير سرچ کوي.
که څه هم د افغانستان په کليو او بانډو کي د انټرنيټ اسانتياوي نسته خو بياهم د ۱۰ کلونو وړاندي په نسبت ډير کارول کيږي،پداسي حال کي چي د انټرنيټ قيمت ډير زيات دی او د ډيريو افغانانو ورباندي وس هم نه رسيږي.
افغانانو ډير ځلي د انټرنيټ د بيو د لوړوالي په اړه شکايتونه کړي،دولت يې د ټيټولو ژمني کړي خو لايې هم عملي ګام ندی اخيستی.
افغانان تر ټولو ډير د ټولنيزو رسنيو استعمال لپاره انټرنيټ کاروي خو تر ټولنيزو رسنيو وروسته افغانان د څه په اړه غواړي مالومات ترلاسه کړي؟
د ګوګل ټرينډز په نوم ويب پاڼه چي د ګوګل سره تړاو لري، دا يې په ډاګه کړې چي سږکال افغانانو تر ټولو ډير کوم موارد پلټلي.
سږکال د افغانانو له لوري تر ټولو ډيره پلټل سوې کليمه د (نتايج کانکور) ده،دا دهغو محصلينو له لوري پلټل سوې چي په ۲۰۱۹ز کال کي يې د کانکور ازموينه ورکړې وه.
کريکټ چي روان کال تر بل هرڅه په افغانستان کي ګرمه موضوع وه تر ګوګله يې لا تاثر رسيدلی.
سږ کال افغانانو په دويم مقام کي تر ټولو ډير د هندوستان پريمر ليګ (IPL) په اړه ډير سرچ کړی.
ای پي ال د نړۍ تر ټولو مشهور ليګ دی او د افغانانو له لوري ځکه ډير پلټل کيږي چي افغان لوبغاړي ور پکښې په بريالي ډول لوبيدلي دي.
ورپسې د < سريال دریای سياه > نوم ډير سرچ سوی، خو څلورم ځای کي بيرته د کريکټ په اړه لټون ډير دی، چي د <Cricket world cup 2019> کليمه ډيره سرچ سوې په پنځم ځای کي هم د نړيوال جام په اړه < Cricket world cup 2019 > ډير پلټل سوی، په شپږم ځای کي هم < Tik Tok>, اووم ځای کي بيا د < icc world cup 2019 > نوم، اتم ځای کي <فیلم عاشقانه> ،نهم ځای کي <سریال احساس> او لسم ځای کي <اب و هوای کابل> ترټولو ډير پلټل سوي نومونه دي.
د کريکټ سره د افغانانو مينه او د نړيوال جام له پيله بيا تر اوسه د کرکيټ په اړه د چارواکو،سياسيونو او لوبغاړو ناندرۍ ددې لامل سوی چي په ۱۰ کي ۴ موضوعګاني يوازي د کريکټ پر شاوخوا را ګرځي او د افغانانو له لوري پلټل سويدي.