په ۲۰۱۹ز کال کې ويرات کوهلي تر ټولي ډيري منډي کړي.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

دا چې کرکټ د کال په اوږدو کې په مختلفو هېوادونو کې کېږي او روان وي؛ نو د دغو شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو په اوږدو کې ځېنې لوبغاړي بیا مخکښ دي.
د نړۍ د کرکټ په لوبغاړو کې ځېنې لوبغاړي داسې دي، چې کارکرده ګي یې بالکل مثبته وي او د دغو لوبغاړو د ښې لوبې له کبله یې لوبډلې بریالۍ کېږي.
۲۰۱۹ م کال کې ویرات کولي، روهېټ شرما او بابراعظم هغه توپ وهونکي دي، چې په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې تر نورو توپ وهونکو ښه ځلېدلي دي او ډېرې منډې یې کړي دي.

ویرات کولي او ۲۰۱۹ م کال کې یې توپ وهنه یې
ویرات کولي په روان کال کې له پیل څخه تر پایه تر ټولو نورو توپ وهونکو ډېرې منډې کړي دي؛ هغه په ټولو فارمټونو لوبو کې ۲ زره ۳ سوه او ۷۰ منډې کړي دي، چې تر نورو توپ وهونکو مخکښ دی.
ویرات کولي په ۲۰۱۹ م کال کې په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې هم پرمختګ وکړ او لومړي مقامونه یې تر لاسه کړل.
په شل اوریزو لوبو کې یې هم د ویسټ انډیز خلاف ښې لوبې وکړې او ښایي چې په شل اوریزو لوبو کې هم رمخکې شي.
هغه له ډېسمبر وړاندې په پنځلسم مقام کې و.
روهېټ شرما او ۲۰۱۹ کال کې یې توپ وهنه

روهېټ شرما چې په یو ورځنیو لوبو کې ښه ځلېدلی دی او دویم نمبر توپ وهونکی دی، ۲۰۱۹ م کال کې یې هم پایله ښه ده.
نوموړي په دې کال کې له پیل څخه تر پایه په ټولو ډولونو لوبو کې ۲ زره ۲ سوه او ۲۰ منډې کړي دي او ویرات کولي پسې دویم غوره توپ وهونکی دی.
بابراعظم او ۲۰۱۹ کال کې یې سکور

بابراعظم چې په شل اوریزو لوبو کې لومړی نمبر توپ وهونکی دی، په ۲۰۱۹ م کال کې دریم توپ وهونکی دی، چې زیاتې نړیوالې منډې یې جوړې کړي دي.
ده په ټولو ډولونو لوبو کې ۱۹۲۲ منډې کړي دي کړي او دریم ځای یې خپل کړی دی.