د اسکار جايزې ته نوماند افغان فلم، د ايران په سينماوو کي نندارې ته وړاندي سو.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه: مدثر دعوت
„حوا،مريم،عايشه„ د صحرا کريمي له لوري جوړ سوی لومړنی فلم دی.صحرا کريمي ځوانه فلم جوړوونکې ده،ياد فلم يې په نړيواله سطحه نندارې ته وړاندي کړ چي د فلم جوړوونکو او د مشهورو نړيوالو فلمي لوبغاړو له لوري وستايل سو.
50327063 101 د اسکار جايزې ته نوماند افغان فلم، د ايران په سينماوو کي نندارې ته وړاندي سو.د هاليووډ سينما مشهوري ښځينه اداکاري انجلينا جولي هم د حوا،مريم او عايشې په نوم فلم وستايه او دا يې د افغان فلم يوه پرمختللې بڼه وبلل.
دا فلم د ۳ افغان ښځينوو پر ژوند جوړ دی چي پر کورني ناخوالو،ټولنيزو محدوديتونو او نور برخو راګرځي.
ددې فلم يو ځانګړتيا او توپير دادی چي څنګه يوه ښځه د نارينوو تر تاثر لاندي يوه مذهبي ټولنه کي مور کيږي ياهم خپل ماشوم په بطن کي له منځه وړي.
50327033 101 د اسکار جايزې ته نوماند افغان فلم، د ايران په سينماوو کي نندارې ته وړاندي سو.ياهم څنګه يوه انجلۍ چي تحصيل يې کړی، خبرياله ده خو خاوند يې ورسره خيانت کوي،غواړي طلاق ترې واخلي.
دا فلم د ۲۰۲۰ز کال اسکار ۹۲يم پړاو جايزې لپاره چي د امريکا په لاس انجلیس ايالت کي يې مراسم ترسره کيږي،هم د افغان فلم له لوري کانديد دی.
109004704 4a99b02c c201 43db b778 b4b48f69e7c3 د اسکار جايزې ته نوماند افغان فلم، د ايران په سينماوو کي نندارې ته وړاندي سو.ددې فلم جوړوونکې او د افغان سينما رئيسه صحرا کريمي وايي چي غواړي افغان سينما د ملګرتوب او تشريفاتو ليري وساتي او په واقعي ډول خدمت ورته وکړي.
کريمي وايي د حوا،مريم،عایشه په نوم فلم د رواني ډسمبر مياشتي په نهمه نيټه د لومړي ځل لپاره په ايران کي هم نندارې ته وړاندي سو،چي د ګرم استقبال او ښه راغلاست سره مخ سو.
تر دې وړاندي هيڅ يو افغان فلم په ايران کي نندارې ته نه وو وړاندي سوی.