یاران سپورټس
له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې او د خلکو له خوا داسې ګنګوسې خپرېږي، چې د افغان کرکټ بورډ ځېنې غړي له افغان معلولینو لوبډلې سره انګلستان ته تللي وو، چې بېرته نه دي راستانه شوي او هلته له لوبډلې جلا شوي او انګلستان کې پاتې شوي دي.
ځېنو پټو سرچینو یاران ته وویل، چې کابو یوه میاشت وړاندې دغه کسان انګلستان ته تللي وو، چې په اصطلاح بېرته نه دي راستانه شوي او هلته انګلستان کې له لوبډلو پټ شوي.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط یاران وېب پاڼې ته وویل، چې بختیار ساحل، سمیع هاشمي او د معلولینو د لوبډلې فزیو یا ډاکټر خاکسار هغه درې کسان دي، چې د کرکټ بورډ په رسمي ویزو له لوبډلې سره انګلستان هېواد ته تللي وو او بیا نه دي راستانه شوي.
ځېنې سرچینې بیا وایي، چې دغه کسان انګلستان ته تللي وو، چې له شپږیزې کرکټ لیګ وړاندې کابل ته راستانه شوي وو او بیا په همغو رسمي ویزو انګلستان ته تللي دي.
خو کله چې مونږ د کرکټ بورډ له مسئولینو سره وغږېدو؛ هغوی وویل چې دا کسان یو ځل انګلستان ته تللي وو؛ بېرته راستانه شوي، د کرکټ بورډ له خوا له دندو لېرې کړل شوي او بیا انګلستان ته تللي دي.
خو دلته په هېواد کې ځېنې سرچینې بیا وايي، چې کیسه بل ډول ده او دا درې کسان چې په کرکټ بورډ کې یې رسمي دندې لرلې؛ د کرکټ بورډ په رسمي ویزو له لوبډلې سره تللي وو او هلته له لوبډلې پټ شوي او په انګلستان کې د پناه غوښتلو هڅه کوي.
بختیار ساحل د کرکټ بورډ د رسنیو برخې غړی و، ډاکټر خاکسار د معلولینو لوبډلې فزیو یا ډاکټر و او سمیع هاشمي بیا د کرکټ بورډ د آې ټي برخې یا د معلوماتو د ټېکنالوژۍ مشر و.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دغه درې کسان په اګسټ میاشت کې له معلولینو لوبډلې سره د ۶ میاشتو ویزو په مرسته انګلستان ته تللي و؛ خو دغه سفر یواځې د یوې میاشتې لپاره و، چې یو ځل راغلي او بیا په همغو وېزو انګلستان ته تللي دي.
دا لومړی ځل دی، چې د کرکټ بورډ درې پخواني غړي داسې یو عمل کوي؛ خو د فوټبال په برخه کې بیا داسې پېښې تکراري شوي دي.
۲۰۰۴ م کال کې د افغان تنکیو ځوانانو فوټبال لوبډلې اېټالیا هېواد ته سفر کړی و، چې نهه لوبغاړي یې هلته د پناه اخېستلو په پار له هوټل وتلي وو او بېرته نه وو راستانه شوي.
۲۰۰۹ م کال کې هم افغان فوټبال لوبډلې یو روزونکی او دوه لوبغاړي په جرمني هېواد کې له لوبډلې تښتیدلي وو او بېرته له لوبډلې سره نه وو راستانه شوي.