ليکنه: مدثر دعوت
شادګل،رحيمداد،د کونډي زوی خو په اصل کي ممنون مقصودي اوس ۵۳ کلن دی.
مقصودي اوس د سينما لوبغاړی او د پوهنتون استاد دی.
ممنون مقصودي په يوه افغاني فلم کي د کونډۍ د زوی په رول کي د شادګل په نوم رول کاوه چي پر کابل سرسخت مين وو،په اصلي ژوند کي هم ورته کابل تر بل هرځای ګران دی.
ممنون مقصودي وايي د وطن سره ځانګړې مينه لرم، دا غيږ راته د مور تر غيږ توده ده.
دی وايي که د هنري کارونو لپاره هم لندن،جرمني،ترکيې، تاجکستان ياهم ايران ته تللی يم خپل کار مي ژر پايته رسولی په سرعت او تيزۍ سره بيرته خپل هيواد ته راغلی يم.
ممنون مقصودي وايي غواړم په خپل غږ او انځور سره د هيواد د شاعرانو شعرونو کي چي کوم قيمت پروت دی تر خپلو خلکو ورسوم.
مقصودي نه يوازي په افغان سينما،بلکي په رسنيو، د عامه پوهاوي په پروګرامونو او د تيرو ۱۰ کلونو راهيسي په کابل پوهنتون کي بيله معاشه استادي کوي.
نوموړی که څه هم وايي چي د افغانستان د سينما پرمختګ کرار دی خو لاهم ناهيلی ندی او پدې باور دی چي يو ورځ به د افغانستان سينما په لويو برياوو سره خودکفا او سياله وي.
نوموړی وايي هغه ځوانان چي اوس د سينما په برخه کي زده کړي کوي، وړتياوي پکښې سته، راتلونکي ستوري دي او په نيږدې راتلونکي کښې به تعجب اوور پرمختګ وکړي.
ممنون مقصودي وايي تر ټولو لويه انديښنه يې داده چي افغان ټلويزيونونه د افغاني سريالونو پرځای بهرنيو سريالونو ته ترجيح ورکوي او خپروي يې.