ژباړه: محمد اسلم رشیدي
هغه په خپل کور کې ۱۲ ډاکټران د دې لپاره ګمارلي و چې هره ورځ یې له ويښتو نه تر پښو پورې معاینه کړي.
تل به د مایکل خواړه مخکې له خوراک نه په لابراتور کې معاینه کېدل.
همدا راز ۱۵ نور کسان د دې لپاره ټاکل شوي و، چې د هغه ورځني تمریناتو او ورزش ته پاملرنه وکړي.
د ښاغلي جکسن د خوب ځای داسې جوړ شوی و، چې د اکسیجن د تنظیم کولو ټکنالوژي یې درلوده.
د دې تر څنګ نوموړي داسې کسان هم چمتو ساتلي و، چې د اړتیا په وخت کې به دې ته د خپل وجود هر غړی د دې روغتیا لپاره ورکوي.
هو، هغه غوښتل چې ۱۵۰ کاله عمر وکړي، خو افسوس هغه ناکام شو او دا خوب یې پوره نه شو.
د مایکل جکسن زړه د ۲۰۰۹ کال د جون په ۲۵ په ۵۰ کلنۍ کار پرېښود ۱۲ ډاکټرانو دوامداره هڅه وکړه خو نه، هېڅ کوم بدلون نه لیدل کېده، ځکه د هغه زړه نور کار نه کاوه.
حتا په وروستیو کې د لاس انجلس او کالیفورنیا د ډاکټرانو ګډې هڅې هم ونشوی کولی هغه وژغوري.
هغه څوک چې هېڅکله یې په وروستیو ۲۵ کلونو کې د ډاکټرانو وړاندیزونو نه پرته یو ګام هم نه پورته کوه، خو ونتوانېد چې د ۱۵۰ کلنو ژوند کولو خوب پوره کړي.
د جکسن د ژوند وروستۍ شېبې ۲.۵ میلونو خلکو لخوا په ژوندۍ بڼه ولیدل شوې دا هغه لیدونکي دي چې بیا د ژوندۍ بڼو خپرونو د لیدلو لپاره نه دي تکرار شوي.
د جون په ۹مه ۳:۱۵ بجې وروسته له غرمې په کومه ورځ چې هغه ومړ. ویکیپیډیا، ټویټر، چټک پیام رسونکی (AOL) کار پرېښود په میلیونونو خلکو یو ځای په ګوګل کې مایکل جکسن لیکلي و او دې ته په تمه و چې ګوګل به ورته د مایکل په هکله څه مالومات ورکوي.
جکسن د مرګ د ننګولو هڅه وکړه خو نه مرګ هغه ته ماته ورکړه او هغه یې وننګولو.
په دې مادي نړۍ کې که وغواړو مادي ژوند وکړو د عادي مرګ پر ځای به موږ ته مادیاتي مړینه په برخه شي، ځکه مصرف به مو هم کړی وي او ژوند به هم له لاسه ورکړو، دا د ژوند قانون دی.
اوس راځئ چې فکر وکړو.
آیا موږ د جوړونکو، انجنیرانو، ډیزاینرانو یا سینګارونکو لپاره پیسې ترلاسه کوو؟
موږ د قیمتي کور، موټر، او د ډېرو مصارفو ولا ودونو سره غواړو چاته ځان ښکاره کړو؟
آیا په یاد مو ده چې په وروستۍ ځل کوم واده کې مو چې ګډون کړی و څه مو خوړلي و او آیا د هغه خوړو خوند اوس هم ستاسو په خوله کې شته؟
ولې موږ په ژوند کې د څارویو په څېر کار کوو؟
د څو نسلونو د ساتنې لپاره غواړو سپما وکړو؟
موږ او تاسو که ډېر هم شي یو او یا دوه ماشومان لرو. کله مو دې ته فکر کړی دی چې موږ څومره اړتیا لرو او څومره غواړو؟
آیا موږ په دې پوهېږو چې کله زموږ ماشومان مشران شي نو خپل ځان لپاره څه لاسته راوړی نه شي او یا به یې وړتیا نه لري چې ډېر څه لاسته راوړي. چې موږ ورته دومره پیسې ټولوو؟
آیا تاسو په اوونۍ کې د ځان، کورنۍ یا ملګرو سره یو څه وخت تېروئ؟
تاسو د خپل عاید څو فیصده په ځان مصرفوئ؟
ولې موږ هر هغه څه چې لاسته راوړو بیا هم ورسره په ژوند کې خوشحاله نه یو؟
که تاسو ژور فکر وکړئ، ممکن ستاسو زړه کار پرېږدي.
تاسو به د پرچي ډیسک، لوړ کولیسټرول، بې خوبۍ او داسي نورو باندې اخته شئ.
پایله:
د خپل ځان لپاره یو څه وخت مصرف کړئ. موږ هېڅ ملکیت نلرو، دا یوازې په ځینو کاغذونو زموږ لنډ مهاله نوم دی چې لیکل شوی.
کله چې موږ وایو دا زما ملکیت دی خدای (ج) به څومره وخاندي؟
په هېڅ چا باندې د خپل موټر او یا لباس لپاره ځان پورته مه ګڼئ، پیاوړو د ریاضي پوهانو او ساینس پوهانو د تګ راتګ لپاره بایسکل کاروه.
دا ګناه نه ده چې ته شتمن شې، مګر صرف د پیسو سره شتمن کېدل ګناه ده.
ژوند مو کنټرول کړئ یا به ژوند تاسو کنټړول کړي او هغه شیان چې واقعا د ژوند په پای کې مهم دي: قناعت، رضایت او سوله ده.
په خواشینۍ سره، دا شیان نه شي اخېستلی.