لیکنه: ویکي هاوو
ژباړه: غازي عابد
اکثره خلک فکر کوي چې ذهني ناروغي غیر معمول یا ډیره لږه پیدا کیږي، نه هر وخت یا په زیاته اندازه. خو تقریباً هر کال ۵۴ میلیونه امریکایان د ذهني یا دماغي ناروغۍ نه ځوریږي. ذهني ناروغي د نړۍ په هرو ۴ تنو کې شتون لري. کیدای شي دا ډول ناروغان په طبي ډول یا په سایکلوجک لحاظ تداوي شي. خو لازمي ده چې ذهني ناروغان اړوند مسلکي تداوۍ ته مراجع وکړي.
دا لاندې خبرې په نظر کې ونیسئ:
۱- پوه اوسئ چې ذهني ناروغي ستا ضعف نه دی
په ټولنه کې ځیني خلک فکر کوي چې څوک ضعیف وي یا کار نه کوي، هغوی دا ډول ناروغ وي؛ خو دا حقیقت نه دی، بلکې دا د صحت یو حالت دی، نه شخصي نیمګړتیاوې او نور شیان. یو مسلکي ډاکټر یا د ذهني روغتیا پوه به هیڅکله تا ته د دماغي ناروغۍ د ملامتۍ ګوته ونه نیسي، ځکه ستا قصور نه دی.
۲- ممکن بیولوژوکي خطراتو فکټورونه وپیژنئ
ذهني ناروغي یوازې یو لامل نه لري، بلکې ډیر بیولوژوکي لاملونه هم لري، لکه (ذهن بدلیدل)، متقابله اغیزه او د هورمونونو عدم تعادل. دې ټولو حالاتو کې غوره ده چې له اړوند مراجعو سره تماس ونیول شي او مشوره وشي.(معالیجونو سره)
۳- ممکنه محیطي لاملونه هم باید وپيژنئ
ځیني رواني او ذهني ناروغیانې لکه تشویش او ژور خفګان د انسان محیط پورې تړلي وي. بې ثباتي او نامنظموالی یې هم لامل کیدی شي. د ژوند سخت حالت او تجربې هم کیدای شي ددې لامل شي چې یو انسان روحاً ناروغ شي. کیدای شي ځیني خلک مینه کې ناکام شي، له احساساتو ناوړه ګټه واخلي او داسې نور یې ښايي د ذهني ګډوډۍ لامل شي. همدارنګه په چاپيریال کې یوازیوالی او ځیني واړه فشارونه هم د داسې ناروغیو لامل کیدای شي.
۴- ذهني خبرداریو نښې نښانې پيژندل
د ځینو ذهني ناروغي د پیدایښت له وخته وي؛ خو ځینې نورې بیا د وخت په تیریدو سره راپورته کیږي یا په ناڅاپه ډول سره پیدا کیږي. دا لاندې یې ځینې نښې نښانې یادولی شو:
– د خفګان او غوسې احساس
– د ګډوډۍ او نامنظموالي احساس
– د بې ذوقي یا بې عاطفه توب احساس
– ډیره زیاته وارخطايي او غوسه. دښمني او تاوتریخوالی
– د ویرې او ډار احساس
– خطرونه له خپلو احساساتو سره ګډول
– سخت یا شدید تمرکز
– په سختۍ سره د مسوولیتونو مدیریت کول
– ګوښه والی خوښول. ټولنیز تګ راتګ نه خوښول
– د خوب مشکلات او ستونزې، یعنې په سختۍ سره خوب کول
– د ویرې او تیروتنو خیال و تصور
– عجیب و غریب مفکورې یا هغه نظریې چې له واقعیته لرې وي.
– د الکولو او نشه یي توکو کارول
– د ځان وژنې فکرونه او سوچونه
– په جنسي چلند کې بدلون یا د ځورونکو عادتونو اختیارول
۵- د ځینو فزیکي نښو او نښانو پيژندل
ځیني فزیکي خطرونه او عکس العملونه هم ممکن د ذهني ناروغۍ لامل شي. که چیرته مو دا نښې نښانې ولیدې، نو ژر تر ژره اړوند مرجع یا ډاکټر ته مراجع وکړئ:
– ستړیا او ستومانه کیدل
– د شا، سینې او نورو ځایونو دردونه
– د زړه د ضربان تیزوالی
– د خولې وچوالی
– د هضم ستونزې
– سر درد
– خوله کیدل
– په وزن کې چټک بدلونونه
– سربدالي، رنګ تتوالي، ګنګستیا
– د خوب په لارو چارو کې اغیزمن یا ډراماتیک بدلونونه