ژباړه: عطا محمد میاخېل
یوه ورځ یو سوداګر له خپل ملګري سره د سوداګرۍ په موخه یوه ښار ته لاړه، یاد سوداګر په را کړه ورکړه، کې دوکه شو او له یوه کتاب څخه پرته خپل ټول مالونه یې له لاسه ورکړل، هغه کتاب یې په خپلې سینې پورې کلک نیولی و.
ملګري یې سوداګر ته وویل: دا کتاب ولې له خپلې سینې څخه نه جلا کوې؟ هغه وویل: دا کتاب مې د پلار دی، چې زما له پاره یې پکې د سوداګرۍ رازونه لیکلي دي او ډېر ارزښتمن کتاب دی.
ملګري یې وویل: که چېرې د سوداګرۍ رازونه پکې لیکل شوي وي، نو خپلې سینې پورې دې ولې کلک نیولی، خلاص یې کړه، وې لوله او وګوره، چې پلار دې څه درته لیکلي دي. کله چې کتاب یې پرانیست، نو په کتاب کې لیکل شوي وو: ګرانه زویه! فلاني ښار ته د سوداګرۍ له پاره لاړ نه شې، که لاړلې، نو فلاني بازار ته لاړ نه شې؛ که چېرې هغه بازار ته لاړلې، نو فلاني شخص سره راکړه ورکړه ونه کړې، ځکه چې سل په سلو کې دوکه باز دی.
دوست یې سوداګر ته وویل: ای نا خبره! ودې لیدل، که چېرې له سفر څخه مخکې دې کتاب لوستلی وای، نو نه به دوکه کېدې، موږ هماغه ځای ته لاړو، له کوم څخه چې پلار دې منعه کړي وو.
یادونه: موږ هماغه سوداګر یو او هغه کتاب قرآن دی، ډېری کسان داسې دي، کله چې له مرګه وروسته څوک راځي او په قبر یې قرآن تلاوت کوي، نو له ځان سره وایي، هی زموږ نا خبره زړه، موږ ولې دا کتاب نه تلاوت کاوه.