افغانی سوک وهونکی سهُېل احمد د انګلستاني سوک وهونکي د ماتې په لټه کې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان پروفېشنل یا مسلکي باکسر یا سوک وهونکی سهېل احمد په خپله راتلونکې سيالۍ کې د انګلستان د پروفېشنل باکسر ډايلين ډراپر سره د سوک وهنې مېدان ته کوزېږي.
د سرچینو په خبره چې افغان باکسر سهېل احمد او ډايلين ډراپر دواړه سخت سيالان دي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه د جمعې په ورځ به د انګلستان په يارک هال کې سيالي ترسره کړي.
سهېل احمد چې د بوکسنګ يا سوک وهنې په ډېرو نړيوالو لوبو کې يې ګډون کړی دی، ډېرې لوبې يې ګټلي دي او د افغانستان نوم يې په انګلستان کې ځلولی دی.
نوموړی د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې له ډېر وخت راهيسې په انګلستان کې ژوند کوي. هغه تېر ځل افغانستان ته هم راغلی و او د خپلې مسابقې لپاره يې په افغانستان کې تمرينات ترسره کړل.
نوموړي د سوک وهنې يا باکسنګ په ۱۴ رسمي نړيوالو سياليو کې ګډون کړی دی چې په دغو سياليو کې يې په ۱۳ هغو کې بريا خپله کړې او يوازې یوه لوبه کې يې ماته خوړلې ده.

سهیل احمد وایي:

«له افغانستان سره ډېره مينه لري او هر ځل چې د سيالۍ ډګر ته ورکوزېږي، نو سترګو ته يې خپل هېواد او خپل درې رنګه بېرغ ولاړ وي».

د نوموړي په وېنا هڅه يې دا ده، چې د لوبو له لارې د افغانستان نوم په نړۍ کې روښانه کړي او خپلو هېوادوالو ته خوشحالۍ راوړي.
نو د جمعې په ورځ نوموړي ته د انګلستاني باکسر پر وړاندې د لوبې انتظار کوو او ستاسو دعاګانو ته اړ دی.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.