راشدخان د خپل پلار مرګ خفه کړی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د راشدخان پلار ۱۱ میاشتې وړاندې د ډېسمبر په ۳۰ مه نېټه ومړ؛ هغه مهال چې راشدخان د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې په لوبه بوخت و، د خپل پلار له مرګ څخه خبر شو، لوبغالي کې یې له سترګو د درد اوښکو وڅڅېدې او بیا یې له هغه ځای د خپل پلار جنازې ته د راتګ اراده وکړه.
راشدخان بېګ باش لیګ پرېښود او د خپل پلار د مرګ غمرازۍ ته له اسټرالیا څخه د کابل په هوایي ډګر ښکته شو.
راشدخان کابو یو کال وروسته یو ځل بیا د خپل پلار درانه غم ولړزوو؛ د پلار د مړینې ستر غم یې زړه کې انګازې وکړې او رګونه یې ورته په جوش کړل.
راشدخان په خپل ټویټر اکاونټ د خپل پلار هغه تصویر پورته کړی، چې ده سره په ویډیو کال غږېږي، پلار یې مخامخ موبایل نیولی، چې د راشدخان انځور ورته ښکاري او خبرې ورسره کوي.
راشدخان په ټویټر له دغه انځور سره لیکلي:

 «هۍ پلاره! دا زه یم پلاره؛ زه فقط تاته دومره وایم، چې نن مې ډېر زیات یادېږي.»

هر کرکټ لوبغاړی په ژوند کې له ډول، ډول ستونزو سره مخ کېږي، کله خفګان، کله خوښي، کله له لوبو لرې پاتې کېدل، کله په لوبوکې ځلېدل، کله ټکېدل او کله د خلکو زیاتې مینې او نفرتونو سره مخ کېدل، دا په لوبو کې شته.

یواځې راشدخان نه دی، چې خفګان یې ځپي، بلکې؛ څو ورځې وړاندې د پاکستان د ځوان ۱۶ کلن کرکټ لوبغاړي نسیم شاه مور وفات شوه، هغه د اسټرالیا خلاف په ټېسټ لوبه کې اخېستل شوی دی او د لوبغالي منځ کې یې د لوبې پرمهال له سترګو د اوښکو فوارې په دارو شوې او ښه یې وژړل.
یو کال وړاندې د راشدخان د پلار مړینه د ورزشي رسنیو د سرټکی و، پرون د پاکستاني لوبغاړي د مور مړینه د رسنیو د سرټکی ګرځېدلی و او نن د راشدخان ټویټ یو ځل بیا د رسنیو لپاره تود خبر شو.
د پاکستانۍ لوبډلې لوبغاړی د ټېسټ لوبې له امله د خپلې مور جنازې ته هم رانغی او هغه یې ترک کړه.
په همدې ډول سچېن ټېنډولکر او ویرات کولي هم د لوبو پر مهال د پلارانو له مړینې خبر شوي وو، خو لوبې یې نه وې پرېښې او د پلارانو جنازې یې پرېښې وې.
خو راشدخان بیا د دوی په پرتله نېک کار کړی و او ښه اقدام یې کړی و.