د وخت د ضایع مخنیوی؛ ملګري مو په برخو وویشئ

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه: کریسټا کټلر
ژباړه: غازي عابد
دا لیکنې ددې لپاره ده چې څرنګه کیدای شي یوازې له ښو ملګرو سره ډیر پاتې شئ او مهربانه اوسئ.
– موږ خپلو ماشومانو یا له ځانه کشرانو ته وایو چې له ښو ملګرو سره وګرځئ او هر چا سره په مهربانۍ چلند وکړئ. خو کله چې خپله غټ شو، یا د ځان واکدار شو، نو بیا مو هر ډول مهرباني هیره کړي وي او دا هم رانه هیر وي چې څرنګه مې ماشومان ته ویل باید زه هم له ښو خلکو سره کیښنم پاڅم.
– ددې پر ځای چې ځینو ته د ملګرو او ځینو ته د دښمنانو خطاب وکړو، پر ځای ورسره مشخص وخت تیر کړئ او ملګري مو په کټګوریو وویشئ. که غواړئ له هغو خلکو سره چې ستاسې د خوښې وړ وي، ډیر وخت تیر کړئ او هغو سره چې د لږ او یا مناسب وخت تیرولو وړ وي، له هغوی سره هماغسې چلند وکړئ. د لاندې څلور ډوله ملګرو سره اوسئ او وخت مو منظم ورسره تیر کړئ:
۱- پنځه دقیقيي ملګري!
پنځه دقیقيي ملګري هغه ملګري دي چې له لنډ سلام وروسته یوازې یو څو دقیقې ورسره په خبرو مصرفوئ، ځیني خلک ورته د لارې د سر ملګري هم وايي. داسې ملګرو سره دې ډیر وخت نه تیریږي، ځکه دوی له تا سره ډیر وخت نه تیروي او نه هم ستا وخت وژني. په دې پنځو مینټو کې ددې موقع نه پیدا کیږي چې څوک مو مزاحم شي، ومو ځوروي او یا ستاسې انرژي په منفي لارو چارو مصرف کړي. دې ډله کې هغه ملګري شامل کړئ چې پوهیږۍ ډیر ستاسې د خوښې وړ نه دي یا مو ورسره ډیر ښه وخت نه تیریږي.
۲- د دریو ساعتونو ملګري!
د دریو ساعتونو له ملګرو سره به لږ ژور ځې. ځکه له دوی سره به په خبرو کې د کورنیو، ملګرو، دوستانو او د عمومي ژوند په اړه پوښتنې سره کوئ او حال احوال به سره اخلئ.
دغسې ملګرو سره ممکن، په چای خانه، قهوه خانه، د غرمې ډوډۍ، فلم لیدلو یا نورو ځایونو کې ورسره مخ کیږئ، خوند ترې اخلئ، خو ښه دا ده چې ټوله ورځ مو ورسره نه مصرفیږي. دې ډله کې هغه ملګري شاملیږي چې نسبتاً ستاسې لپاره ښه وي.
۳- همیشني ملګري!
دا هغه ملګري دي چې په ساعتونو ساعتونو او ورځې ورځې وخت درسره تیروي او تاسې ته ورسره ډیر عادي او خوښ یاست. دغسو ملګرو سره مو تر ‌ډیره مسوولیتونه، رازونه او ارزښتونه شریک وي. دداسې ملګرو په اړه ډیره پلټنه نه کوئ ځکه ددوی په اړه په جزیاتو پوه شوي یاست. دغه ډول ملګري له تاسې ښه اشخاص جوړوي او دې ته مو هڅوي چې پیاوړي خلک اوسئ.
همدارز همیشني ملګري مو تل هڅوي چې ښې پریکړې وکړئ او له هغو شیانو مو ساتي چې تاسې ته زیان اړوونکي وي. ممکن له داسې ملګرو سره تاسې کورنۍ راشه درشه هم ولرئ، ځکه باوري وي او ډیر ورسره پاتې شوي یاست، نو ضرور ده چې همیشني ملګري مو هغه څوک کړئ چې نیک او ښه اشخاص وي.
هغوی چې دلته تیروتنه کړي وي او همیشني ملګري یې بد خلک ټاکلي وي، راتلونکی به یې له خطر او جنجال سره مخ وي.
۴- هڅوونکي ملګري!
دا هغه ډول ملګري دي چې کله تاسې ورسره مخ کیږئ، یو ډول هڅیږئ او تشویقیږئ. دغه ډول خلک اکثره پوه خلک وي، یعنې عالمان، استادان، مشران او نور… چې ډیر وخت نه لري او نه ورسره مخ کیږئ.
نو په ټوله کې هڅه وکړئ چې د خپل ژوند او ملګرتیا کنټرول په خپل لاس کې ولرئ، که داسې مو وکړل، یو خوشحاله انسان به یاست. ځکه که مو ملګري ښه انتخاب کړل، د هغوی هر ډول ښه کړنه پر تاسې اغیز لري او خوښي مو زیاتولی شي او که بد، پایله به یې هماغسې منفي وي.