لیکنه : زیرک فهیم او ثناء فاضلي
نوي ډهلي/ AJK-MCRC , JMI
د چارلي چاپلين له مړينې (۱۹۷۷م) ډېر کلونه تېر شول، خو د هاليووډ دا کمېډين ستوری لا هم د مينوالو لپاره ژوندی دی او فلمونه يې ننداره کوي.
چارلي د انګلستان و، خو د نړۍ په هره هېواد کې يې مينوال يوازې خپل ګڼي،مستند کړي صحنې يې بيا بيا ګوري او ورته خاندي.
هاليووډ د کمېډي فلمونو يا فلمي صحنو بازار لا ګرم ساتلی، خو ښايي د سینما په هغو لومړنيو وسايلو او تخنیک د “چارلي” د موشګافه نقش تشه ډکه نه شي کړی.
له انګلستان او غربي نړۍ ډېر را لېرې، د هند پلازمينه نوې ډهلي کې “چارلي ماما” هڅه کوي، د چارلي چاپلين د اکټونو په تقلید د هغه د فزیکي شتون یاد تازه کړي.
چارلي ماما هره ورځ د انډيا ګېټ څلي ته شاو خوا د مينوالو چوپړ کوي، په خپلو اکټونو يې خندوي او سيلانيان يادګاري عکسونه ور سره اخلي.
انډيا ګېټ د هند د جګړو د ياد تاريخي څلی دی، چې هره ورځ زرګونه هندي او بهرني سيلانيان لېدو ترې لېدنه کوي.
چارلي ماما ۵۲ کاله عمر لري، له اره د ناګپور اوسېدونکی دی، ۲۵ کاله دمخه ډهلي راغلی او اوس دغلته له خپلې مېرمنې او پنځه اولادونو سره ژوند کوي.
هغه هره ورځ د کار ځای ته تر رسېدو مخکې خپل ځانګړی لباس اغوندي او پر مخ سپين پوډر وهي، څو څېره يې اصلي چارلي ته ورته ښکاره شي.
“چارلي ماما” خوشاله دی، چې مينوال لري، خلک يې درناوی کوي او يادګاري عکسونه ورسره اوباسي.
دا دنده او ماموريت د “چارلي ماما” لپاره د پیسو ګټلو يوازې لاره ده، خو د دې په وينا له خپل هنره خوند هم اخلي.