ژباړه: عطا محمد مياخېل
تاسو د خپلو باورونو پر بنسټ ژوند کوئ. باورونه هماغه واقعيتونه نه دي, دا ستاسو کاري فرضيې دي. په خپل ځان باندې د باور زياتولو لپاره, نو اړينه ده, چې په خپل ځان کې د ښه حالت د ساتلو لپاره, له ځان سره مرسته وکړئ.
– کله چې روغ واوسم, نو په ځان باندې لا ډېر باور پيدا کوم.
– کولای شم د ځان لپاره روغ ژوند ولرم.
– هېڅکله روغتيا ته د رسېدو لپاره ناوخته نه ده.
– زه له ورزشي تمرينونو سره ډېره زياته مينه لرم.
– د بېلابېلو لارو په مرسته کولای شم, له خپلې روغتيا څخه ساتنه وکړم.
– د خپلې روغتيا په اړه مسؤول يم.
– خوښېږي مې, چې له ډېرو څخه بېلګه واخلم.
– خندا او خوشاله اوسېدل, زما له ښه حالت سره مرسته کوي.
– خوځښت لرل ګټور دی.