ليکنه: مدثردعوت
ګټل او بايلل د هر ورزش يوه برخه ده، خو دا شپه او ورځ ناڅاپي وي.
هرڅوک په دې هڅه او هيله دي چې لوبه وګټي او په خپل نوم يې کړي، خو اکثريت وختونه داسې هم پيښيږي چې غوره او قوي لوبډلې له ماتې سره مخ شي.
د بيلګي په ډول موږ د کرکټ ۵ هغه شېبو ته يوه کتنه کوو چې د کرکيټ مينوالو ته يې د زړه درد ورکړی دی:
۱ـ سويلي افريقا د اسټراليا په وړاندي(۱۹۹۹ز کال د نړيوال جام نيمه پايلوبه)
سويلي افريقا لارډ لوبغالي ته د پايلوبې ترسره کولو لپاره په نيمه پايلوبه کې د پنځوسو اورونو پر مټ ۲۱۴ منډو ته اړتيا درلوده.
هغه صحنه چې ډونالډ یوه رنز ته منډه اخیستو کې ګډوډیږي او سوت افریقا لوبه بایلي؛
د لوبې د ګتلو لپاره وروستي اوور ته ۹ منډي پاتي شوې، فليمينګ د توپ اچونې لپاره ټاکل شوی وو او کلوسينر په سټرايک د توپ لپاره انتظار وو.
د فليمينګ د اوور لومړني دوه توپونه کلوسينر د بونډرۍ په لوري واستول چې دوه پرلپسې څلوريزې پرې راغلې، خو راتلونکي دوه توپونه د اسټراليا په ګټه وه هيڅ منډه پرې رانه غله.
لوبه يوه بال او يوې منډې ته پاتې وه فليمينګ يو په زړه پوري توپ ترسره کړ، خو کلوسينر توپ په هغه اندازه ولوبولای شو چې يوه منډه پرې راشي، کلوسينر د منډې هڅه وکړه په داسي حال کې چې دده ملګری الن ډونالډ توپ څاری، خو خبر نه و چې کلوسينر تر ده پوري ځان رسولی دی، ډونالډ وروسته تر دې چي فيلډر توپ په لاس کي نيسي د ځغاستي هڅه کوي، خو نور وخت او چانس ورسره ياري نه کوي او رن اوټ کيږي، اسټراليا پايلوبي ته ولاړه اوسويلي افريقا د خپلې غلطۍ اوسهوې له امله ناهيلې پاتې شوه.
۲ـ سويلي افريقا دسريلانکا په وړاندې(۲۰۰۳ز کال نړيوال جام)
دا به غلطه نه وي چي ووايو سويلي افريقا په نړيوال جام کې بدبخترينه لوبډله ده.
بل کال کيې، بل نړيوال جام وو، خو يو ځل بيا هم کلوسينر په کريس ولاړ وو.
د همدې لوبې ویډیو؛
د توپ اچوونکي لپاره ډېره ناراحته شېبه وه اوځان يې په وېره کې احساسوه، ځکه دی پوهېده چې کلوسينر د ۱۹۹۹ز کال نړيوال جام څخه ښه تجربه اخيستې.
دی نه و، خبر چې سويلي افريقا د نړيوال جام طالع نلري.
سريلانکا سويلي افريقا ته په ۵۰ اوورونو کي ۲۶۹ منډې هدف وټاکه، سويلي افريقا په ۴۵ اورونو کي ۲۲۹ منډي ترسره کړې وې او شپږ لوبغاړي يې له لاسه ورکړي ول، په همدې وخت کي لوبه د باران له کبله ودرېده، کلوسينر د خپل ملګري سره ددې انتظار باسي چې کله به لوبه پيل شي، ترڅو پاتې منډي پوره کړي او لوبه د سويلي افريقا په نوم کړي، خو باران ژر ونه درېد او ساعتونه وخت يې په بر کي ونيو، د DL ميتود له مخي کوربه لوبډله ددې ټورنمينټ څخه پاتې شوه، چې په پايله کي نيوزلينډ شپږو غوره لوبډلو ته لار پيدا کړ.
۳ـ هندوستان دپاکستان په وړاندي (۲۰۰۷ز کال د۲۰ اوريز نړيوال جام پايلوبه)
هغه کيسه چې د هندوستان کرکټ راتلونکی او تېر يې ثابتول، په نړۍ کې د ۲۰ اوريز نړيوال کرکټ پيل وو او د ډهوني د لوبډلمشرۍ پرځای پاته کېدلو پرېکړه يې کوله.
د همدې لوبې هغه شیبه هم وګورئ چې په وروستي کیچ هند لوبه ګټه؛
هند او پاکستان چې څومره سياسي اختلافات لري، همدومره يې پر نورو برخو هم اغېزې شته چې يومثال يې کرکټ دی.
د ګاتم ګمبير په ۷۵ منډو ترلاسه کولو هندوستان پاکستانۍ لوبډلي ته د ۱۵۸منډو هدف ورکړ.
پاکستان يو ښه پيل وکړ، هرلوبغاړي يې ترخپله وسه لوبه کوله، ترهغې چې عرفان پټان راغی او د منډو د ترلاسه کولو لړۍ ته يې د پای ټکی کښېښود.
پاکستاني لوبډلمشر مصباح الحق د لوبې د ګټلو په نيت لوبغاړي ته راکښته شوی و، په داسې حال کې چې ډېره اسانه وه.
مصباح د عرفان پټان توپ ته هيڅ احترام ونه کړ، د دليسکوپ شاټ هڅه يې وکړه، خو دا هڅه يې د فيلډر د کېچ په ترلاسه کولو او د پاکستان په بايللو پايته ورسېده.
هندوستان بیا د ۲۰۰۷ز کال د ۲۰ اوريز نړيوال جام اتلولي ترلاسه کړه.
۴ـ د پيليپ هيوز مرګ( ۲۰۱۴ز کال دنومبر ۲۷ نېټه)
پيليپ يو تکړه ځوان لوبغاړی وو، هغه ته د اسټراليا کرکټ راتلونکی ويل کېده او د ډېر وخت لپاره يې په لوبډله کې ځای خپل کړی وو. خپل مسلک يې په خورا غوره انداز پيل کړی و. هغه په خپلو لومړنيو دریو هرې ټيسټ لوبه کې تر ۵۰ زياتي منډې ترسره کړي وې. خو ددې ځوان او قوي کرکيټر ژوند ډېر لنډ وو. هغه په شپيل شيلډ لوبو کې د نوي سوت واليس لوبډلې پر وړاندي ۶۳ ته خپلي منډي رسولې وې، چې د سين ابوټ بونسر توپ يې په سر ولګېدی او په لوبغالي کي په ناڅاپي ډول چپه شو.
پیلیټ له لګیدو څو صحنې وروسته پریوځي؛
پيليپ نور حرکت ونه کړ او نه يې هم کولای شول، د خپلو ټپونو له کبله يوازې دوې ورځې ژوندی پاتي شو، نړۍ او خپل مسلک يې دواړه نيمګړي پریښودل او د همدې ویشتو له امله مړ شو.
۵ـ دسريلانکا پر لوبډلې حمله (۲۰۰۹ز کال دمارچ ۳ نېټه)
دمارچ په دريمه نېټه سهار مهال سريلانکا کرکټ لوبډلې خپل هوټل په دې خاطر پریښود چې لاهور ته د قذافي لوبغالي ته ولاړ شي، ترڅو د دويمې ټيسټ د دريمې ورځې لوبه د پاکستان پر وړاندې پيل کړي.
سريلانکا په لومړۍ پاړۍ کې د تيلان ساماراويرا په ډبله سليزه، د کومارا سنګکارا او تيلاکارانتي دلشان په يوه يوه سليزه ۶۰۶ منډي ترسره کړې وې، په داسې حال کې چې پاکستان د خورم منظور د۵۹ منډو په ترسره کولو او يوه لوبغاړي په سوځېدلو ۱۱۰ منډي ترسره کړې وې.
د دواړو خواوو ډېر کم لوبغاړي شايد په دې پوهېدل چې د هوټل څخه تر لاهور پورې دغه لنډ سفر به د اوږده وخت لپاره په پاکستان کې نړيوال کرکټ ته د پای ټکی کښېږدي.
له حملې وروسته د سریلانکا ټیم په الیکوپټر کې بیرته خپل هیواد سریلانکا ته لیږدول کیږي؛
لوبډله لاهور ته په لاره وه چې وسله والو د راکيټونو، لاسي بمونو او نورو وسلو په وسيله د لوبغاړو پر بس موټر د مرميو باران پيل کړ.
د بس چلوونکي د پوره ذهن څخه کار واخيست او هيڅ ډول وارخطايي يې ونه منله، لوبغاړي يې د ډيرو تلفاتو څخه وژغورل.
نورې لوبي ترسره نشولې، سريلانکايي لوبډله د خپل هيواد په لور وکوچېدل او بيا هيڅکله پاکستان ته راستنه نشول، چې له هغه وروسته بهرنۍ لوبډلې زړه نه ښه کوي چې دغه هیواد ته راشي، حتا تر دې چې پاکستان خپلې کورنۍ لوبې هم په دوبۍ کې کوي، ځکه بهرني لوبغاړي پاکستان کې دننه لوبو ته زړه نه ښه کوي.