نيکولاس پوران باندي د څلور لوبو بنديز ولګيدی!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: مدثر دعوت
د کريکټ نړيوالي شورا د ويسټ انډيز کريکټ ملي لوبډلي لوبغاړی نيکولاس پوران د ۴ لوبو څخه بند کړ.
د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ دريمه يو ورځنۍ لوبه کي پر ټولنيزو رسنيو داسي ويډيو خپره سوه چي ګواکي پوران هڅه کول د توپ حالت بدل کړي نو ځکه يې توپ د پښې د ورون په ساحه کي موږی.20191113 144800 نيکولاس پوران باندي د څلور لوبو بنديز ولګيدی!وروسته د ميچ د ريپري او لوبڅارانو او يوې کميټې له لوري موضوع وڅيړل سوه، په پایله کي مالومه سوه چي پورران يوازي په خپل لباس سره توپ پاکوی خو د نوک او ګوتو په مرسته په غیر عادي ډول ،پداسي حال کي چي نه د اسټراليايي لوبغاړو په څير ريګمال ورسره وو نه هم د توږلو بله اله.
نيکولاس پورران خپله غلطي منلې او وايي زه د افغان ملي لوبډلي او ويسټ انډيز څخه صادقانه بخښنه غواړم، ما سخته تيروتنه کړې او زه په بشپړ ډول د کريکټ د نړيوالي شورا جريمه منم.
20191113 144824 1 نيکولاس پوران باندي د څلور لوبو بنديز ولګيدی!
نوموړی وايي دا يوه فردي پيښه وه،زه ژمنه کوم چي له دې به زده کړه وکړم ،پياوړی او هوښيار به بيرته راوګرځم.
د کريکټ د نړيوالي شورا د دريمي درجې سرغړوني سره به نکولاس پوران د ۴ يو ورځنيو یا ۴ شل اووريزو او ياهم د ۲ ټيسټ لوبو څخه بند سي.
Pooran 1 نيکولاس پوران باندي د څلور لوبو بنديز ولګيدی!
پر نيکولاس پوران باندي څلورو لوبڅارانو، بسم الله جان شينواري،احمد دراني،احمدپکتين او عزت الله صافي د توپ د توږلو تور لګولی وو.
نوموړی به د افغانستان په وړاندي راتلونکو ۳ شل اووريزو لوبو او د هند په وړاندي لومړۍ لوبه کي د لوبيدلو اجازه ونلري.