د کورني کريکټ ستوری منیراحمد وپېژنئ!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه : عبدالله عادل
افغانستان د کرکټ په نړۍ کې هغه هیواد دی چي په ډېر لنډ وخت کي یې د کرکټ په ډګر خورا چټک او حیرانونکی پرمختګ کړی او په غېږه کي یې په لنډه موده کي وړتیا لرونکي لوبغاړي را څرګند سوي چي ورسره سم افغان لوبډله هم پیاوړې سوې ده منیراحمد د افغانستان په کرکټ کي هغه نوم دی چي په کورني کرکټ یې ډیري ښې لوبې ترسره کړي خو یاد لوبغاړی تر اوسه په ملي لباس کې بېټ په لاس د لوبي ډګر ته ندئ کښته سوی.
منیراحمد چي پوره نوم یې منیراحمد کاکړ دی د د ۱۹۹۶ کال د فبروري پر لومړۍ نېټه د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کي زیږیدلی دی.
ښی لاسی ویکټ کیپر توپ وهونکي منیراحمد خپله لومړۍ لیسټ اې لوبه د امو زون په ګټه ۲۰۱۷ کال په غازي امان الله خان یو ورځنیو سېالیو کي ترسره کړې د ۲۰۱۷ کال د اګسټ پر لسمه په شپږیزه کرکټ لیګ کي د بوست ساتونکو لوبډلي په ګټه یې خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړه او د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر پر پنځلسمه هغه د همدا بوست لوبډلي په ګټه خپله لومړۍ فرسټ کلاس لوبه د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو سېالیو پر مهال د ۲۰۱۷-۲۰۱۸ کال د اکټوبر پر ۲۶مه ترسره کړې ده.

هغه د ۲۰۱۸ کال احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو سېالیو پر مهال د بوست لوبډلي لپاره په ۸۴۳ منډو چي لسو لوبو کي یې ترسره کړې مخکښه توپ وهونکی وو وروسته منیراحمد د ۲۰۱۸ کال غازي امان الله خان یو ورځنیو سېالیو پر مهال په شپږو لوبو کي په ۲۵۶ منډو ډیري منډي جوړونکی لوبغاړی وو د همدې سېالیو په پایلوبه کي هغه ۱۰۸ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې او خپله لوبډله یې په پنځو ویکټو بریا ته ورسول منیراحمد د سلیزې په وهلو سره د همدې لوبي غوره لوبغاړی ونومول سو.
د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کي هغه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ ته د ۲۰۱۸ کال اسیا جام سېالیو لپاره داخل سو خو هیڅ لوبه یې په یادو سېالیو کي ترسره نکړه.

منیر د ۲۰۱۹ کال ولایتي چیلنج کپ ولایتي سېالیو پر مهال تر ټولو مخکښ توپ وهونکی وو هغه په څلور لوبو کي ۳۴۸ منډي جوړي کړې او بیا وروسته د ۲۰۱۹ کال غازي امان الله خان یو ورځنیو سېالیو پر مهال په شپږو لوبو کي ۴۱۴ منډي جوړي کړې چي تر ټولو ډیري منډي جوړونکی لوبغاړی وو.
فرسټ کلاس لوبې
منیراحمد په ۲۳ فرسټ کلاس لوبو کي ۱۷۱۰ منډي جوړي کړي چي یوه لوبه کي یې تر ټولو ډیري منډي ۲۱۰ دي نوموړي په یادو لوبو کي پنځه سلیزي او اووه پنځوسیزي جوړي کړي ، ایورېج یې ۴۵ او سټرایک رېټ یې ۵۹ دی .
په همدا فرسټ کلاس لوبو کي یې د ویکټ ساتنې په برخه کي ۵۲ کیچونه نیولي او شپږ سټمپ یې ترسره کړي.
لیسټ اې لوبې

ځوان لوبغاړي منیراحمد د لیسټ اې ۲۶ لوبي ترسره کړي چي پکښي یې ۱۱۵۳ منډي جوړي کړي ، یوه لوبه کي یې تر ټولو ډیري منډي ۱۲۳ ناسوځېدلي منډي دي ، اورېج یې ۶۴ او سټرایک رېټ یې ۸۵ دی یاد شمېر منډي یې د څلورو سلیزو او شپږو پنځوسیزو په مټ جوړي کړي .
په لیسټ اې لوبو کي یې د ویکټ ساتني په برخه کي ۳۰ کیچونه ترلاسه کړي او ۲ سټمپ یې ترسره کړي.
شل اوریزه لوبي

منیراحمد تر دا مهاله یوازي شپږ شل اوریزه لوبي ترسره کړي چي ۱۵۶ منډي یې پکښي جوړي کړي یوه لوبه کي یې زیاتي منډي ۵۸ ، ایورېج یې ۵۲ او سټرایک رېټ یې ۱۳۴ دی.
د کندهار ولایت څخه د کرکټ دا ځلېدلی لوبغاړی تر اوسه د افغانستان تر ۱۹ کلنو د کم عمره افغان لوبډلي ، ملي الف لوبډلي ، بوسټ زون او امو زون لپاره لوبېدلی او هلته یې خپله بخت ازمایلی.
د منیر یو خاصه ځانکړتیا داده چي هغه په دوامداره ډول ښه ځلېدلی او کورنی کرکټ یې ټاپ کړی خو لا هم د منیر پر وړاندي د ملي لوبډلي دروازه تړلې لا هم منیر باید انتظار سي تر اوسه د کورني کرکټ وروسته خپله وړتیا په نړیوال کرکټ کي نړۍ ته وړاندي کړي اصلا دا مهال منیراحمد څو سېال لوبغاړي لري چي باید تر هغوی قدم واړوي او ملي لوبډلي ته ځان ورسوي په دغو لوبغاړو کي د رحمان الله ګربز ، اکرام عیلخېل او افسرځاځي نومونه د یادونې وړ دي.
د منیراحمد د خوښي وړ کرکټ لوبډله تر افغانستان وروسته ویسټ انډيز د خوښ وړ شاټ یې کټ شاټ او د لباس شمېره یې ۲۷ ده.