د مکسويل او شکيب نه شتون د محمدنبي لپاره غوره چانس دی!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ليکنه: سمیع الله دُرانی
د کرکټ نړیواله شورا د هرې میاشتې په پای کې د لوبغاړو او لوبډلو درجه بندي کوي، چې تازه په دې درجه بندۍ کې ګلېن مکسویل د شل اوریزو لوبو په الراونډرانو کې لومړی شوی دی، هغه د سریلانکا خلاف لومړۍ لوبه کې ۶۲ منډې وکړې او ۲۸ توپونه یې ولوبول، نوموړ اوس له شکېب الحسن څخه د شل اوریزو لوبو په الراونډرانو کې ۳۵ نومرې مخکې دی او د جدول لومړی ځای یې نیولې دی.
مکسویل ته تازه رواني ستونزه پېدا شوې او د څه مودې لپاره له کرکټ سره په موقت ډول مخه ښه کوي.

که مکسویل ژر راستون نشي او بل لورته محمدنبي عیسی خېل د ویسټ انډیز خلاف شل اوریزو لوبو کې مثبته کارکرده ګي په توپ وهنه او توپ اچونه کې وکړي؛ نو کولای شي، چې ښې نومرې تر لاسه کړي او ځان د جدول لومړي سر ته ورسوي.
د مکسویل سربېره د هغه بل ستر سیال د بنګله دېشۍ لوبډلې لوبډلمشر او د نړۍ غوره الراونډر شکېب الحسن دی.
شکېب الحسن اوسمهال په شل اوریزو لوبو کې دوهم نمبر الراونډر یا کرکټ ټولچاری دی؛ خو د کرکټ نړیوالې شورا هم په هغه د فساد د قضیو له امله بندیز ولګاوه، شکېب نه شي کولای چې د دوو کلونو لپاره لوبې وکړي.

شکېب الحسن په شل اوریزو لوبو الراونډرانو کې ۳۵۵ نومرې لري او له محمدنبي عیسی خېل څخه ۱۶ نومرې وړاندې دی.
د محمدنبي عسی خېل ټولې نومرې بیا ۳۳۹ دي.
نو د مکسویل او شکېب الحسن نشتون محمدنبي ته ستر فُرصت دی، ترڅو د شل اوریزو لوبو په الراونډرانو کې لومړی مقام خپل کړي.
د افغانستان او ویسټ انډیز راروانه لوبلړۍ او محمدنبي ته پکې د مخکې تګ چانس

افغان لوبډله اوس مهال په هند کې په تمریناتو بوخته ده او له ویسټ انډیز سره د درې یو ورځنیو، درې شل اوریزو او یواځېنۍ ټېسټ لوبو لپاره چمتووالی نیسي.
د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۶ مه نېټه دواړه لوبډلې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه په لکناو سیمه کې پېلوي.
دوهمه یو ورځنۍ لوبه د نومبر په ۹ مه نېټه د شنبې په ورځ او دریمه یو ورځنۍ لوبه د نومبر په ۱۱ مه نېټه د دوشنبې په ورځ ترسره کوي.
نن د نومبر دوهمه نېټه ، د نومبر په ۱۴ مه نېټه چې له پنجشنبې ورځې سره برابره ده، د شل اوریزو لوبو لړۍ پیلېږي، دوهمه شل اوریزه لوبه د نومبر په ۱۶ مه نېټه د شنبې په ورځ او دریمه شل اوریزه لوبه د نومبر په ۱۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره کېږي.
د نومبر په ۲۷ مه نېټه چې د چهارشنبې ورځ سره برابره ده، افغان لوبډله له ویسټ انډیز سره یواځېنۍ ټېسټ لوبه پیلوي او د روان کال وروستۍ میاشتې یعنې ډېسمبر په لومړۍ نیټه یې پای دی.
نو اوس د محمدنبي عیسی خېل لپاره پوره موقع شته، چې ښې لوبې وکړي او له شکېب الحسن څخه ځان مخکې کړي.
د لوبډلو نوملړونه:
د یو ورځنیو سیالیو نوملړ:
راشدخان (کپتان)، اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، جاوید احمدي، افسر ځاځی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شرف الدین اشرف، ابراهیم ځدراڼ، یمین احمدزی، نوین الحق، اکرام علي خېل او مجیب الرحمن.
د نړیوالو شل اوریزو لوبو نوملړ
راشدخان (کپتان) اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، ابرهیم ځدراڼ، جاوید احمدي، رحمن الله ګربز، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فرید احمد، یمین احمدزی، نوین الحق، سید احمد شېرزاد او مجیب الرحمن.
د ویسټ انډیز نوملړونه:
د ویسټ انډیز د شل اوریزو لوبو نوملړ
پنځلس کسیز نوملړ کې لوبډلمشر کېرون پولارډ، نېکولس پوران، ایوین لیویس، برېنډن کېنګ، شېمرن هېټمېئر، شېرفېن رترفورډ، جېسن هولډر، لېنډل سېمونس، فبیئن الېن، هایډېن والش، کاري پيري، شېلډن کاټرېل، ډېنېش رامدېن، کېسرېک ویلیمس او الزاري جوزیف.
د یو ورځنیو لوبو نوملړ
کېرون پولارډ لوبډلمشر، شی هوپ، ایوین لیویس، شېمرن هېټمئير، سونېل امبرېس، نیکولس پوران، برېنډن کېنګ، روستن چېز، جېسن هولډر، هایډېن والش، کاري پېري، شېلډن کاټرېل، کیمو پال، روماریو شېفېرډ او جوزیف الزاري.
ټېسټ نوملړ
جېسن هولډر لوبډلمشر، شی هوپ، جان کمپبېل، کرېک برېتوېټ، شېمرن هېټمیئر، شمارا بروکس، روسټن چېز، شېن ډورېچ، سونېل امبرېس، جومېل واریکان، رکیم کارن وال، کیمر روچ، کیمو پال او جوزیف الزاري.