لیکنه: عبدالله عادل
زیمبابوې موده وړاندي د کوربه بنګلدېش او افغانستان تر منځ د شل اوریزو لوبو په درې اړخیزه لوبلړۍ کي افغانستان ته ماته ورکړې وه خو تېره شپه یې د سنګاپور لوبډلي څخه د څلورو منډو په توپیر ماته وخوړه.
لوبه د کوربه سنګاپور، نیپال او زیمبابوې تر منځ د درې اړخیزه شل اوریزو لوبو د لوبلړۍ په لړ کي ترسره سوه .
سنګاپور لوبډلې له ټاس ګټلو وروسته د لومړي وار توپ وهني پرېکړه وکړه ، لوبه د شل اورونو څخه د باران له امله ۱۸ اورونو ته راکمه سوه سنګاپور د زیمبابوې لوبډلې ته په ۱۸ اورونو کي د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه.
د سنګاپور لپاره ټیم ډیویډ او منپریت سینګ ۴۱/۴۱ او رنګرجن ۳۹ چټکي منډي جوړي کړې او د زیمبابوې لپاره بیا په توپ اچونه کي ریان برل ۳ ویکټي ترلاسه کړې.
زیمبابوې د هدف په لټه چټکه او ښه لوبه پیل کړه تر دې چي په دیارلس اورونو کي یې یوازي د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډي درلودې خو وروسته یې لوبه د لاسه ورکړه او یوازې یې تر ۱۷۷ منډو پوري ځان ورساوه چي په پایله کي زیمبابوې یوه حیرانونکې ماته د څلورو منډو په توپیر وخوړه.
د زیمبابوې لپاره په توپ وهنه کي چکابوا په ۱۹ توپونو ۴۸ او لوبډلمشر ویلیمس په ۳۵ توپونو ۶۶ چټکي منډي جوړي کړې.
د لوبي غوره لوبغاړی د زیمبابوې لوبډلمشر ویلیمس ونومول سو چي په توپ اچونه کي یې یوه ویکټ ترلاسه کړې وه او توپ وهنه کي یې ۶۶ چټکي منډي جوړي کړي وې.
سبا د یادو سېالیو په لړ کي زیمبابوې له نیپال سره لوبیږي.