لیکنه: بهار سمسور
سریلنکایۍ کریکټ ملي لوبډله پاکستان ته رسیدلې او دلته به له کوربه لوبډلې سره درۍ پنځوس اوریزې او هم درۍ شل اوریزه لوبې په کراچۍ او لاهور کې تر سره کړي. د سریلنکا لس تکړه لوبغاړو چې اکثر یې مهم غړي دي پاکستان ته یې له تلو انکار وکړ او پر ځای یې ځوان لوبغاړي دې سفر کې د لوبډلې غړي دي.د دې لوبو پیل نن ورځ په کراچۍ کریکټ لوبغالي کې د دریو یو ورځینیو لوبو د لړۍ پر لومړۍ لوبه کیږي،چې نن پیلیږي. تر سیریز پیل مخکې دواړو لوبډلمشرانو په خبري کنفرانس کې رسنیو ته د دې سفر پر ارزښت او لوبو خبرې وکړې.
د پاکستانۍ لوبډلې مشر سرفراز احمد وویل:”زما د کریکټ کریر دا تاریخي ورځ ده،دې ورځې ته په بې صبرۍ انتظار کوم،غواړم دا لوبې زما د کریکټ د تاریخ یو ستر ریکارډ ثبت شي. موږ دې لوبو ته پوره چمتو یو او له سریلنکا سره به ښې لوبې وکړؤ.”
بل لور ته د سریلنکا د یو ورځینیو لوبو د دې سفر لوبډلمشر لاهیرو تریماني هم وایي:”خوښ یم چې د پاکستان خلاف د سریلنکایۍ لوبډلې مشري کوم،زه پر لوبغاړو باور لرم او دلته به ښې لوبې وکړو. پاکستان ته د راتلو په اړه زه ډاډه یم او موږ به له دې سفر خوند واخلو.”
د پاکستانۍ لوبډلې مرستیال لوبډلمشر بابر اعظم بیا وایي:”زه هیجاني یم،دا مې لومړی ځل دی، چې په خپل کور کې به د لوبډلې د مرستیال په توګه ولوبېږم،زه به هڅه وکړم، چې په ښه شان سره د سرفراز احمد مرستیالي اجرأ کړم.”
په ۲۰۰۹ کال کې د لاهور په قدافي لوبغالي کې د همدې سریلنکا پر کریکټ لوبغاړو برید وشو،چې پکې یو شمېر لوبغاړي زخمي شول او کریکټ نړیوالې شورا بیا دلته د نړیوال کریکټ دروازې بندې کړې، خو لس کاله پس هماغه سریلنکایۍ لوبډله دې هېواد ته رسیدلې او له کراچۍ وروسته به هماغه قذافي کریکټ لوبغالی د دوی د لوبې شاهد وي.