د سویلي افریقا پخوانی تکړه الراونډر لانس کلوزنر د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو.
کرکټ بورډ د فیلېپ سیمونز د قرارداد له پای ته رسېدو سره سم د ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي د ګومارنې لپاره اعلان وکړ، چې له هغه وروسته د یاد مقام لپاره شا وخوا ۵۰ کسانو خپل غوښتنلیکونه له ادارې سره شریک کړل چې له ډلې یې کلوزنر هم پکې شامل و.
د کرکټ بورډ په وېنا کرکټ بورډ له هغې وروسته له ټولو غوره کړل شویو نوماندانو سره مرکې وکړې چې په پایله کې یې کلوزنر د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه مشر لطف الله ستانکزي په دې اړه وویل، کومه لړۍ چې د مشر روزونکي لپاره پیل شوې وه، په ډېره ښه توګه پای ته ورسېده، چې په پایله کې یې لانس کلوزنر د مشر روزونکي په توګه غوره شو چې نوموړی به د لوبغاړو د روزنې ترڅنګ د افغان روزونکو په روزنه کې هم غوره رول ولوبوي.
د هغه په وینا:
((لانس کلوزنر د کرکټ په نړۍ کې یوه پېزندل شوې څېره ده، د خوښۍ ځای دی چې افغان لوبغاړي به د نوموړي له تجربو ګټه واخلي، که هغه د لوبغاړي په توګه وي یا هم د مشر روزونکي په توګه، دا چې ملي لوبډله به راتلونکی کال د اسیا جام او د شل اوریزو لوبو په نړیوال جام کې ګډون کوي، زه په دې باوري یم چې لانس کلوزنر به د ملي لوبډلې لپاره ډېر اغېزناک واوسي)).
دغه راز د لېنس کلوزنر په وینا:
((دا زما لپاره یو ستر ویاړ دی چې د نړۍ کرکټ د پیاوړې لوبډلې د روزونکي په توګه د کار کولو فرصت راکړل شو. د افغانستان کرکټ زړوره لوبډله هر څوک پېژني. زه په دې ډاډمن چې په ګډه سره به په سختې خوارۍ کولو سره د نړۍ یو له غوره لوبډلې واوسو. هیله لرم څو افغان لوبډله د پیاوړتیا او پرمختګ پر لوري بوځم او په یوه غوره کټګورۍ کې به ځای خپل کړو)).
د یادولو ده چې لانس کلوزنر د روزنې په برخه کې (Level 4 certified) روزونکی دی چې په انډین پرېمیر لیګ (IPL)کې یې د ممبيي لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي دنده هم ترسره کړې، دغه راز د سویلي افریقا د کرکټ ملي اکاډمي د روزونکي په توګه هم پاتې شوی دی. نوموړي سربېره پر دې د سویلي افریقا د ټېسټ لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي، د دغه هېواد د کورني کرکټ د ډالفېن فرنچایزي د مشر روزونکي، د زمبابوې د توپوهنې روزونکي او دغه راز په دې وروستیو کې د سویلي افریقا د نړیوالې شل اوریزې لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.