ژباړه او زیاتونه: عبدالله عادل
تیره ورځ چهارشنبه د هند کرکټ بورډ اعلان کړه چي د راتلونکې کال په جنوري میاشت کي به د زیمبابوې پر ځای د سرېلانکا کرکټ ملي لوبډله د هند هیواد ته په لوبیز سفر ولاړه سي.
د سرېلانکا کرکټ ملي لوبډله به هند ته د یاد سفر په لړ کي د کوربه لوبډلي پر وړاندي درې شل اوریزه لوبي د جنوري پر پنځمه ، اوومه او لسمه ترسره کړي.
د هند کرکټ بورډ ویلي:
”د کرکټ نړیوالي شورا له لوري پر زیمبابوې د بندیز وروسته د هند کرکټ بورډ د سرېلانکا لوبډله دعوت کوي تر څو د دریو شل اوریزو لوبو په لړۍ کي برخه واخلي او د سرېلانکا کرکټ بورډ هم یاد دعوت منلی . “
د همدې کال په جولای میاشت کي د زیمبابوې کرکټ بورډ د غړو او د کرکټ نړیوالي شورا د غړو تر منځ په لندن کي تر لیدني وروسته د کرکټ نړیوالي شورا په نا څاپي ډول د زیمبابوې پر کرکټ بندیز ولګاوه چي په یاد بندیز سره د زیمبابوې کرکټ بورډ ته ورکول کېدونکي بودیجه کنګل او همدا ډول د زیمبابوې پر لوبډله په هغه ټورنمینټونو کي چي د کرکټ نړیوالي شورا له لوري
په لاره اچول کیږي بندیز ولګېد ، تر دې چي د زیمبابوې پر نارینه او ښځینه کرکټ لوبډلو هم د کرکټ نړیوال جام ته د لارموندني په لوبو کي بندیز ولګېد او د یادو سېالیو څخه بې برخي سوې.
د شل اوریزو لوبو نړیوال جام او اسیا جام ته په نژدې کيدو سره دا مهال په یاد جام کي برخه لرونکي لوبډلي هڅي کوي چي د نورو لوبو په پرتله شل اوریزه لوبي زیاتي ترسره کړي چي په مرسته یې خپل لوبغاړي د ذهني او بدني لحاظه یادو سترو سېالیو ته چمتو کړي.