ژباړه: عطا محمد میاخېل
د یوې مېرمنې او خاوند ترمنځ اړیکه په یو مخیزه او ناڅاپي توګه له ماتې سره نه مخ کېږي، نامناسب چلندونه، خبرو اترو ته پام او دقت نه کول، بې مهارتي او دې ته ورته نور موارد د جوړو په اړیکو کې شتون لري، چې ورو ورو او د وخت په تېرېدو سره، په یو بل باندې انبارېږي او ښایي موضوع یوې باریکې او حساسې شېبې ته ورسوي.
په دې لیکنه کې په دوو بېلابېلو برخو کې، د نارینه او ښځینه په ننني ګډ ژوند کې د دوی په دودیزو تېروتنو باندې رڼا اچوو، چې د جوړو ماغزه معمولاً په نا خبره توګه خرابوي.
د خاوند نهه تېروتنې
له نورو ښځو سره د خپلې مېرمنې پرتله کول
پرتله کول، ښځې ته د حقارت احساس ورکوي او فکر کوي، چې د خپل خاوند په ژوند کې مهمه ښځه نه ده، حتا که یوه کوچنۍ پرتله هم وي.
د ښځې احساساتو ته نه پام کول
ځینې نارینه د خپلې مېرمنې احساسات، اندېښنې، خواشینۍ، د زړه خواله او داسې نور … نه درک کوي او د خپلې مېرمنې ظاهري او اروایي بدلونونو ته هېڅ پام نه کوي.
د ژوند د مهمو پېښو هېرول
ځینې نارینه، مهمې پېښې، لکه: د واده کلیزه، د زېږون ورځ او داسې نور… هېروي. د دې تاریخونو په هېرولو سره، مېرمن مو داسې احساس کوي، چې هغې ته ارزښت نه دی ورکړل شوی او هېڅکله نه ستایل کېږي.
د کور بې نظمه کول او ګډوډول
په کور کې د نارینه بې نظمي، ښځې ته په مستقیم ډول سپکاوی دی، ځکه د کور په نظم، ترتیب او پاکوالي کې د هغې هڅې او کوښښونه نا لیدلي نیول کېږي.
د لېوالتیا نه ښکاره کول
ځینې خاوندان، سره له دې، چې له خپلې مېرمنې سره مینه لري، خو له هغې سره کوچنۍ لېوالتیا هم نه ښکاره کوي او هېڅ مینه ناکه جمله یې له خولې څخه نه بهر کېږي. دا چلند هم ډېر زیات د ښځې د اندېښنې او خواشینۍ سبب ګرځي.
د کور په کارونو کې مرسته نه کول
ځینې نارینه سره له دې، چې پوهېږي، مېرمن یې مرستې ته اړتیا لري، خو هېڅ کار ته لاس هم نه ور وړي. نارینه باید پوه شي، چې د دې مرستې وړاندیز، د دې سبب ګرځي، ترڅو نارینه د خپلې مېرمنې په زړه کې ځان ته ځانګړی ځای جوړ کړي.
په موبایلي ګېمونو باندې روږدتیا
دا هم یو له هغو مواردو څخه دی، چې په دې ورځو کې، له بریده زیات شوی دی. ځینې نارینه د کاري ستړیا د لرې کولو لپاره، موبایلي ګېمونو ته مخه کوي، خو کله چې دا روږدتیا له طبیعي بریده زیاته شي، نو د ښځې د اندېښنې او خواشینۍ سبب ګرځي.
اورېدونکي غوږونه نه لرل
کله چې ښځینه خبرې کول پیلوي، نارینه په ډېرې بې پامۍ او بې حوصلګۍ سره ښځینه ته ګوري او کله هم اعتراض کوي، چې له بده مرغه، په خپل ګډ ژوند کې د مینې د له منځه وړلو په حال کې دي.
له خپلې مېرمنې سره مشوره نه کول
هغه نارینه، چې په کورنۍ پورې اړوند تصمیمونه په یوازې سره او د خپلې مېرمنې له نظر څخه پرته نیسي، د خپلې مېرمنې رول پیکه او لاپسې پیکه کوي.
د مېرمنو نهه تېروتنې
د خاوند کنټرولول
هغه مېرمنې، چې خپل خاوند ته لکه د جاسوس غوندې ګوري او په دې تمه دي، چې یوه شېبه خاوند نه وي او فوراً یې بټوه، موبایل او جامې ولټوي، ولې نېکمرغۍ ته هیله منې دي؟
خاوند ته د ماشوم په سترګه کتل
ځینې ښځینه په ګډ ژوند کې د مور مقام ځانته غوره کوي او په هره شېبه کې د خپل خاوند د روزنې هوډ لري، هغوی تل نیوکه کوي، تل وایي، چې دا کار وکړه او دا کار مه کوه، تګلاره ټاکي او خپل خاوند او د هغه پوهې ته کوم ارزښت نه ورکوي.
د نارینه د یوازېتوب وختونو ته درنښت نه لرل
ټول نارینه له اروایي پلوه د یوازې اوسېدو وختونو ته اړتیا لري، که چېرې کومه مېرمن له خپل خاوند څخه دا حق واخلي، نو ستره تېروتنه یې کړې ده.
د نورو په وړاندې خپل خاوند ته سپکاوی کول
د نورو په وړاندې له خپل خاوند څخه ګیله کول، نه یوازې ستونزه نه حل کوي، بلکې ستونزه به لا پسې ډېره او د مناسبو خبرو اترو د لرلو لپاره به کار لاپسې سخت او ستونزمن کړي.
له خپلو خورینګو سره، له بریده زیات وخت تېرول
له دوستانو سره اړیکه، د فرد په روحیې باندې ښه اغېزه لري، خو که له بریده زیاته وي، د ژوند توازن له منځه ځي، په ځانګړې توګه، کله چې په ګډ ژوند کې د فرد، د مسؤولیت د ترسره کېدو مخه ونیسي.
د دې پوښتل، چې د څه په اړه فکر کوې؟
دا هم یوه له بېځایه پوښتنو څخه ده، چې ځینې مېرمنې یې له خپلو خاوندانو څخه ډېره زیاته پوښتي او هر څنګه چې کېږي د قانع کوونکي ځواب په لټه کې دي.
د ستونزو په اړه خبرې نه کول
ځینې ښځې په خپل ګډ ژوند کې د ستونزو د رامنځته کېدو پرمهال، خبرې نه کوي او په سکوت او کینې سره، تمه لري، چې خاوند یې فکر وکړي، چې ستونزه څه ده! هغه سکوت، چې یوازې د ستونزو د ډېرېدو سبب ګرځي، نه حل.
ښکلا او سینګار ته نه پام کول
هغه مېرمنې، چې لکه د ماشوم لرلو او د کور د ډېرو کارونو په دلیل، اصلاً په کور کې خپل ځان او خپلې ظاهري ښکلا ته ارزښت نه ورکوي او د جنسي اړیکو په اړه بې پروا کېږي، د دې سبب ګرځي، چې له خپل خاوند سره یې اړیکې خړې پړې شي.
تل پټې کول او ډونګېدل
هغه ښځې، چې ډېری وخت له خپل خاوند او کورنۍ څخه د شکایت کولو په حال کې دي او تل اعتراض او پټکې کوي او دغه راز ډونګېږي، نه یوازې کومې پایلې ته نه رسېږي، بلکې خپل خاوند هم له ځانه لرې کوي.