په بیګ باش د آسیا تر ټولو ډېر لوبغاړي افغانان دي.

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د اسټرالیا په کورني شل اوریز کرکیټ لیګ یا بیګ باش کي د آسیا له لویي وچي څخه تر ټولو ډېر لوبېدونکي لوبغاړي افغانان دي او د لومړي ځل لپاره هم تر ټولو ډېر افغان لوبغاړي په دې لیګ کي لوبیږي.
مجیب الرحمن، راشدخان، محمدنبي، قیس احمد او تازه ظاهر خان ددې لیګ د ۲۰۱۹ کال سیالیو لپاره اخیستل سوي او په اسټرالیا کي به د دې لیګ په څلورو مختلفو لوبډلو کي ولوبیږي.
تېره ورځ ددې لیګ یوې لوبډلي بریسبین هیټ اعلان وکړ، چي د بهرني لوبغاړي مجیب الرحمن ترڅنګ یې د خپلي لوبډلي لپاره د چاینامېن توپ اچوونکي ظاهر خان سره هم د لوبو قرارداد لاسلیک کړ.
په دې لوبډله کي ټول ۱۵ لوبغاړي لوبیږي، چي ۱۳ یې خپله اسټرالیایان او ۲ بهرني لوبغاړي دواړه افغانان دي.
هاربر توریکینس د بیګ باش هغه لوبډله ده، چي قیس احمد پکښي لوبیږي او قیس په دې لوبډله کي د ۲۰۱۸ کال د بیګ باش په اخیرو لوبو کي واخیستل سو.

نوموړي د په درو لوبو کي ۷ ویکیټي ترلاسه کړي وې.
راشدخان بیا د دریم کال لپاره ددې لیګ د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلي سره لوبیږي او همداراز محمدنبي بیا د میلبورن رینېجدس لوبډلي لپاره لوبیږي.

بیګ باش د اسټرالیا د لويي وچي شل اوریز کرکیټ لیګ دئ، چي په دې لیګ کي تر ډېره ددې هیواد لوبغاړي لوبیږي.
تر اوسه په بهرنیو لوبغاړو کي د یوه ټیم څخه په خاص ډول بیا د آسیا د وچي د سترو لوبډلو څخه په دومره اندازه لوبغاړي نه وو اخیستل سوي او نه وه لوبول سوي.
د افغانستان څخه ددې پنځو لوبغاړو لوبېدل په داسي یو لیګ کي چي د نړۍ پیاوړي لوبغاړي هم نه اخیستل کیږي، دا په ډاګه کوي، چي افغانان په دې لوبه کي بیسیاري پیاوړي دي او کولای سي ډېر ژر د کرکیټ قوي ټیمونه مات کړي او د کرکیټ پر نړۍ خپله اتلولۍ پیل کړي.
باید یاده دي وي، چي که چیري په افغان کرکیټ بورډ کي د تېر نړیوال جام په څېر پرېکړي او په ټیم کي همږغي نه وه، نو د هیڅ پرمختګ تمه به نه ځیني کیږي.