د افغان لوبډلې ۶ لوبډلمشران لاسته راوړنې او ماتې یې.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

سمیع الله درانی
له ۲۰۰۹ م کال راهیسې کله چې افغان لوبډله دوهمه درجه هېوادونو سره په یو ښه مُرال لوبېدله او تقریبا َ لوبډلو ورڅخه وېره کوله؛ شپږ لوبډلمشران یې تر دې دمه ادل او بدل شوي دي.
دغو لوبډلمشرانو کې نوروز منګل، کریم خان صادق، محمدنبي عیسی خېل، اصغر افغان، ګلبدین نایب او راشدخان ارمان د یادولو وړ دي.
نوروز منګل
nawroz m د افغان لوبډلې ۶ لوبډلمشران لاسته راوړنې او ماتې یې.
په یو ورځنیو لوبو کې همدغه شپږ لوبډلمشران تېر شوي دي؛ د افغان لوبډلې لومړی لوبډلمشر له ۲۰۰۹ م کال څخه تر ۲۰۱۲ م کال پورې نوروز منګل و، د هغه په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې ۲۲ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۲ یې ګټلي او ۱۰ یې بایللي دي، د ده په لوبډلمشرۍ کې هیڅ یو ورځنۍ لوبه نه ده مساوي او نه هم باران لغوه کړې ده.
په یو ورځنیو لوبو کې یې د لوبو ګټلو سلنه نسبت بایللو ته زیاته وه؛ خو په شل اوریزو لوبو کې یې بایلات تر بریاوو زیات دي.
د ده په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې ۱۳ شل اوریزې لوبې کړي، چې ۶ یې ګټلي او ۷ یې بایللي دي.
ده شا او خوا ۴ کاله په یو ورځنیو او همدومره یې په شل اوریزو لوبوکې لوبډلمشري وکړه.
کریم خان صادق
karm s849553414444120520 د افغان لوبډلې ۶ لوبډلمشران لاسته راوړنې او ماتې یې.
کریم خان صادق په ۲۰۱۲ م کال کې د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر شو، د ده په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې یوه یو ورځنۍ لوبه وکړه او هغه یې هم وبایلله.
تر ۲۰۱۳ م کال پورې کریم صادق لوبډلمشر و؛ خو په ۲۰۱۳ م کال کې ترې محمدنبي عیسی خېل لوبډلمشري ونیوله.
محمدنبي عیسی خېل
nabi 1993319837836839973423 د افغان لوبډلې ۶ لوبډلمشران لاسته راوړنې او ماتې یې.
عیسی خېل تر ۲۰۱۵ م کال پورې لوبډلمشر و، د هغه په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې ۲۸ یو ورځنۍ لوبې وکړې، چې ۱۳ یې ګټلي او ۱۵ یې بایللي دي.
۱۲ شل اوریزو لوبوکې بیا افغان لوبډلې ۶ ګټلي او ۶ یې بایللي دي، له دې وروسته بیا محمدنبي عیسی خېل له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه او اصغر افغان لوبډلمشر شو.
اصغر افغان
asghsar asfg2407503913063538431 د افغان لوبډلې ۶ لوبډلمشران لاسته راوړنې او ماتې یې.
اصغر افغان له ۲۰۱۵ م کال څخه تر ۲۰۱۹ م کال پورې لوبډلمشر و، دی په ټولو لوبډلمشرانو کې خورا بریالی او بختور کپټان و.
افغان لوبډلې د ده تر رهبرۍ لاندې ۵۶ یو ورځنیو لوبوکې ۳۱ ګټلي، ۲۱ یې بایللي، یوه ټای یا مساوي شوې او درې بې پایلې شوي دي.
د ده په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې په ۴۶ شل اوریزو لوبو کې ۳۷ ګټلي او ۹ یې بایللي دي.
په دوو ټېسټ لوبوکې لوبډلمشر و، چې هند ته یې وبایلله او له ایرلېنډ څخه یې وګټله.
د ده په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې په زِمبابوې کې د ۲۰۱۹ م کال د غوراوي جام سیالیو اتلولي هم وګټله.
کله چې همدغه غوراوي جام سیالیو کې اصغر افغان د اپنډېکس عملیات وکړ؛ نو راشدخان په ۴ لوبو کې لوبډلمشري وکړه، چې درې لوبې یې وبایللې او یوه یې وګټله.
ګلبدین نایب
gul1311375244776466175 د افغان لوبډلې ۶ لوبډلمشران لاسته راوړنې او ماتې یې.
۲۰۱۹ کال په سر کې ګلبدین نایب لوبډلمشر شو؛ خو د ده په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې په نړیوال جام کې ۹ لوبې سر په سر وبایللې.
له نړیوال جام څخه له راستنېدو سره جوخت ګلبدین نایب له لوبډلمشرۍ لرې کړل شو او پر ځای یې راشدخان لوبډلمشر شو.
راشدخان ارمان
rashid khan 380452296759751007232087 د افغان لوبډلې ۶ لوبډلمشران لاسته راوړنې او ماتې یې.
راشدخان په ټېسټ لوبه کې له بنګله دېش څخه بری خپل کړ، دا بری د افغانستان او راشدخان له ریکارډونو سره مل و، د ټېسټ لوبې بریا یې د سپتمبر په ۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ ترلاسه کړه، راشدخان په دوو پاڼیو کې ۷۵ منډې وکړې او ۱۱ وېکټې یې واخېستې.
د لوبې غوره لوبغاړی هم راشدخان ونومول شو.
له ټېسټ لوبې وروسته یې د سپټمبر په ۱۴ مه نېټه د شنبې په ورځ یې د زِمبابوې خلاف په درې اړخیز سیریز کې لومړۍ شل اوریزه لوبه وګټله او دا یې په لوبډلمشرۍ کې د پیل شل اوریزه لوبه هم وه.
د دې لوبې غوره لوبغاړی نجیب الله ځدران شو، هغه په ۳۰ توپونو د شپږ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته ۶۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د سپټمبر په ۱۵ مه نېټه د یکشنبې په مازیګر افغان لوبډله د سیریز دریمه او خپله دوهمه لوبه له بنګله دېش سره کوي.
دا وو له ۲۰۰۹ م کال څخه د ۲۰۱۹ م کال تر سپټمبر میاشت ۱۴ مې نېټې پورې د افغان لوبډلې لوبډلمشران، لاسته راوړنې او ماتې یې.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.