د نبي او نجیب د شپږيزو باران افغانستان ته لوبه وګټله.

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: مدثر دعوت
په ۳ اړخيز سيريز کي افغانستان د زيمبابوې څخه لوبه وګټله.
د لوبي پچه زيمبابوې وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه.
افغان لوبډلي تيز پیل وکړ،د منځ په اوروونو کي يې په حوصله لوبه وکړه خو په وروستيو شيبو کي د شپږيزو باران شروع سو.
افغان لوبډلي په پوره ۲۰ اوورونو کي ۱۹۸ منډي هدف وټاکی.
رحمان الله ګوربز ۴۳، نجيب الله ځدران ۶۹ او محمدنبي ۳۸ منډي وکړې.
fb img 15684766771062796740401486281580 د نبي او نجیب د شپږيزو باران افغانستان ته لوبه وګټله.
د زيمبابوې لپاره چيتارا او ويليامس دوې دوې ويکټي ترلاسه کړې،همدارنګه نډلويو يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۱۹۸ منډو هدف په تعقیب زیمبابوې ښه پيل ونکړ.
ټايلر ۲۷، متمبامي ۲۰، چکابوا ۴۲، او برل ۲۵ منډي وکړې.
د افغانستان لپاره فريد احمد او راشدخان دوې دوې ويکټي ،همدارنګه ګلبدين نائب او کريم جنت يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
افغانستان د ۲۸ منډو په توپير زيمبابوې ته ماته ورکړه.
د لوبي غوره لوبغاړی نجيب الله ځدران سو.
هيره دي نه وي چي سبا مازديګر ۰۵:۰۰ بجې افغانستان د بنګلديش سره لوبه لري.