سمیع الله درانی
د بنګله دېش د کرکټ بورډ یوولس کسیزې لوبډلې د زِمبابوې پر وړاندې لومړی توپ وهنه وکړه.
دې لوبډلې په شل اورونوکې د ۷ وېکټو په لوېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې.
الراونډر شین ویلیمس د زِمبابوې لپاره درې وېکټې واخېستې.
زِمبابوې په ۱۷ اعشاریه درې اورونوکې د درې وېکټو په لوېدو سره دا هدف د برېنډن ټایلر د ۵۷ ناسوځېدلو منډو او د ټیميسېن ماروما د ۴۶ ناسوځېدلو منډو په مرسته پوره کړ او بنګله دېش ته یې په تمریناتي لوبه کې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.
دا سیالي په داسې حال کې زِمبابوې ګټي، چې د جمعې په ورځ شا او خوا مازیګر څلور بجې د افغانستان، بنګله دېش او زِمبابوې ترمنځ درې اړخیز شل اوریز سیریز د زِمبابوې او بنګله دېش په لومړۍ لوبه پیلېږي.
افغان لوبډله د شنبې په مازیګر د سپټمبر په ۱۴ مه نېټه د لوبلړۍ دوهمه لوبه له زِمبابوې سره کوي.
د یکشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۵ مه نېټه د سیریز دریمه لوبه د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ کېږي، څلورمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۸ مه نېټه د بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ کېږي، پنځمه لوبه د جمعې په ورځ د سپټمبر په شلمه نېټه د افغانستان او زِمبابوې ترمنځ کېږي، شپږمه لوبه د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه د شنبې په ورځ د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ کېږي او وروستۍ پایلوبه بیا د سپتمبر په ۲۴ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د مخکښو لوبډلو ترمنځ کېږي.
دا لومړی ځل دی، چې افغان لوبډله په درې اړخیزه شل اوریزه لوبلړۍ کې د بنګله دېش په کوربتوب ګډون کوي.
افغان لوبډله په شل اوریزو لوبو کې اووم مقام لري، بنګله دېش بیا په لسم مقام کې دی او زِمبابوې په څوارلسم ځای کې قرار لري.