ليکنه: سميع الله درانی
راشدخان د بنګله دېش خلاف هغه لوبډلمشر شو، چې په یوه ټېسټ لوبه کې ۱۱ وېکټې او یوه پنځوسیزه وهي.
افغان لوبډلې د سپټمبر په پنځمه نېټه د پنجشنبې په ورځ له بنګله دېش سره یواځېنۍ ټېسټ لوبه پیل کړه، افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړۍ پاڼۍ کې د رحمت شاه زرمتي د ۱۰۲ منډو، د اصغرافغان د ۹۲ منډو او د راشدخان د ۵۱ منډو په مرسته ۳۴۲ منډې وکړې.
بنګله دېش لومړۍ پاڼۍ کې ۲۰۵ منډې وکړې او ټولې وېکټې یې ولوېدې.
راشدخان پنځه او محمدنبي ۳ وېکټې ترلاسه کړې.
دوهمه پاڼۍ کې افغان لوبډلې د ابراهیم ځدران د ۸۷ منډو او د اصغر افغان د ۵۰ منډو په مرسته ۲۶۰ منډې وکړې او د تېرو منډو په ګډون یې بنګله دېش ته ۳۹۸ منډې هدف وټاکه.
بنګله دېش په دوهمه پاڼۍ توپ وهنه کې ټولې ۱۷۳ منډې وکړې او لوبه ترې افغانستان په ۲۲۴ منډو وګټله.
راشدخان په دې پاڼۍ توپ اچونه کې شپږ وېکټې او ظاهر خان درې وېکټې ترلاسه کړې.
د لوبې غوره لوبغاړی راشدخان شو.
راشدخان په دې ډول د پاکستاني عمران خان او اسټرالیایي الن بارډر ریکارډونه مات کړل، دوی هم د خپلې لوبډلمشرۍ پرمهال لس، لس وېکټې او ۵۰ سیزې جوړې کړې وې او راشدخان بیا یوه پنځوسیزه او ۱۱ وېکټې ترلاسه کړې.