افغان سپېران بنګله دېش په ماته ګواښي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

سمیع الله درانی
دا چې افغان لوبډله د یوې باتجربه بنګله دېشۍ لوبډلې سره مخ ده؛ خو افغان لوبغاړو په ټوله معنا له بنګله دېشۍ لوبډلې لاره ورکه کړې ده.
افغان لوبډلې لومړی په توپ وهنه کې بنګله دېش ته د دوی په کورکې زور وښود او ورپسې یې په بالېنګ کې هم بنګله دېش ښکار کړ.
افغان محدودو توپ وهونکو لکه رحمت شاه زرمتي، اصغر افغان، ابراهیم ځدران او راشدخان وتوانېدل، چې افغان لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې تر ۳۴۲ منډو ورسوي.
parnership93414872684857293990 افغان سپېران بنګله دېش په ماته ګواښي
ورپسې راشدخان او محمدنبي په څوکه یا سلو توپ اچونه بنګله دېشی بېټېنګ لاین ښکار کړ، راشدخان پنځه او محمدنبي درې وېکټې واخېستې.
ورپسې بیا دوهمه پاڼۍ توپ وهنه کې ابراهیم ځدران، اصغرافغان او افسر ځاځي افغان لوبډله یو مناسب هدف ته ورسوله.
د دواړو پاڼیو منډو په ملتیا افغان لوبډلې بنګله دېش ته ۳۹۸ منډې هدف ورکړ.
بنګله دېش په ځواکمن مُرال خپل اوپنران لېټن ډاس او شادمن اسلام پیل ته راولېږل.
لېټن ډاس لومړیو کې په ۹ منډو د لېګ برېک چېنامېن توپ اچوونکي ظاهرخان له خوا وسوځول شو، ورپسې دوهمه وېکټ مصدق حُسېن د ظاهرخان له خوا کېچ اوټ شو.
zahir khan bowled with penetra6146142591628619819 افغان سپېران بنګله دېش په ماته ګواښي
دواړه وېکټې سپېن بالر ظاهرخان واخېستې، ورپسې درې وېکټې راشدخان او یوه وېکټ محمدنبي واخېسته، د سپټمبر په ۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ شپږ وېکټې سپېنرانو اخېستي دي.
بنګله دېش د یکشنبې ورځې تر پایه ۱۳۶ منډې کړې وې او ۶ وېکټې یې لوېدلې وې، دې لوبډلې ته په ۴ وېکټو ۲۶۲ منډې پاتې دي.
د بنګله دېش لپاره شکېب الحسن او سومیا سرکار وروستۍ بېټېنګ جوړه ده او که دا دواړه ژر وسوځېدل، افغان لوبډله به په ستر توپیر بریا ته ورسېږي.
د هندوستان پخواني تکړه لوبغاړي او اوسني پیاوړي مبصر هارشا بوګلی هم بنګله دېش ته د پېغور په ډول وایي، چې « څه شوه هغه بنګله دېشۍ لوبډله چې نړیوال جام کې یې لوبې ګټلې؛ اوس د ماتې په درشل کې ده».
د کرېک بز وېب پاڼه وایي افغان سپېنرانو خپله لوبډله احتمالي بریا ته نږدې کړې.
په رښتیا هم په اسیایي لوبغالو او ویشتن ځایونو سپېن بالېنګ ډېر بریالی دی او افغانستان بیا د نړۍ ټاپ سپېن بالېنګ لري.
چې افغان لوبډله د هرې لوبډلې پر وړاندې لږه مناسبه توپ وهنه وکړي؛ نو په بالېنګ بیا په ډېرې اسانۍ لوبې ګټلای او نورې لوبډلې مغلوبولای شي.