د ابراهیم ځدران ښې کارکردګۍ لوبډله بري ته نږدې کړې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

سمیع الله درانی
د افغان لوبډلې نوي او ځوان اوپنر ابراهیم ځدران د بنګله دېش خلاف ټېسټ لوبه کې په دوهمه پاڼۍ کې ښکلې توپ وهنه وکړه؛ هغه د لس بونډریانو په مرسته په ۲۰۸ توپونو ۸۷ منډې وکړې او بالاخره د نعیم په توپ کېچ اوټ شو.
ابراهیم ځدران ویلي دوی د بنګله دېش ټېسټ لوبې ته پوره چمتووالی نیولی و.
د هغه مرکه کرېک بز وېب پاڼې په خپل مخ خپره کړې ده.
ابراهیم ځدران ویلي « زه د خوښۍ احساس کوم، دا زما د پیل لوبه وه او ما ښه لوبه وکړه، ما غوښتل چې زه د مېډل ارډر توپ وهونکو پورې خپله وېکټ وساتم او پلان کې بریالی هم شوم».
د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي په پیلوونکو لوبو کې د افغانستان لپاره داسې لوبه خورا کافي ده، دوی بنګله دېش په خپل کورکې پسې ور واخېست.
دا ډېره اسانه خبره نه ده، چې د څلورو سپېن اټېکرانو پر وړاندې دومره محکمه وېکټ وساتل شي؛ خو افغانستان د توقع خلاف لوبه وکړه.
افغان لوبډله په دوهم پړاو کې هغه مهال له ستونزو سره مخ وه، کله چې یې په ۲۸ منډو احسان الله جنت، رحمت شاه زُرمتی او حشمت الله شهیدي له لاسه ورکړي وو؛ خو ابراهیم ځدران او اصغر افغان لکه دېوال په څېر ودرېدل او ۱۰۸ منډې ملګرتیا یې په څلورمه وېکټ وکړه.
اصغر نیمه سلیزه ووهله او ځدران لا توپ وهنې ته دوام ورکړ او بالاخره په ۸۷ منډو یې لوبغالی پرېښود.
د کرکټ نړیوال مبصرین او څارونکو د افغان لوبډلې ستاینې کړي، دوی وایي افغان لوبډلې تر وروستیو شېبو پورې بنګله دېش تر فشار لاندې نیولی او کوربه لوبډله یې د ناکامۍ لورته روانه کړې ده.
ډېری ټویټر کاروونکو د ابراهیم ځدران، اصغر افغان، رحمت شاه او راشدخان زیات صفتونه کړي دي.
ابراهیم ځدران له دې وړاندې په الف لوبډله کې هم د بنګله دېش پر وړاندې لوبېدلی و او ددو لوبو سیریز یې یو د صفر پر وړاندې وګاټه.
هغه څلور ورځنۍ لوبې وې.
ابراهیم ځدران چې مخکې په نولس کلنو لوبډله کې اوپنر و، له هغه ځایه ملي لوبډلې ته راغی او نتیجه یې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې مثبته ده.
افغان لوبډله اوس د بریا په کرښه کې ده، ابراهیم ویلي مونږ باوري یو چې ۷۰ سلنه لوبه زمونږ لاس کې ده، زمونږ هدف باید له ۴۰۰ منډو بره وي او اوس یواځې ۳۰ منډې لرې یو.
نوموړی وایي تر ۴۰۰ پورې هدف به د بنګله دېش لپاره اسانه هدف نه وي.

د ټوېټر کاروونکو نظرونه
د کرکټ ټایمز په نامه د کرکټ کاروونکي اکاونټ لیکلي، راشدخان په یو اوورکې پنځه څلوریزې ووهلې او دا په ټېسټ لوبه کې دومره اسانه خبره نه ده.
د شوب اګروال په نوم یو ټوېټر کاروونکي لیکلي تر ټولو ځوان لوبډلمشر د افغانستان لپاره نیمه سلیزه جوړه کړه او هم یې ۵ وېکټې واخېستې او اوس یې په یو اوور کې ۵ څلوریزې ووهلې، راشدخان څه، څه نه دي کړي.
نېډ سټرېنج په نامه یو تن لیکلي، د افغانستان لوبه د کتلو وړ ده، ښه کارکرده ګي یې وکړه او بنګله دېش پسې به ویسټ انډیز ته هم ماته ورکوي.
جان په نوم یو تن لیکلي؛ ۱۷ کلن ابراهیم ځدران یواځې د ۱۳ منډو په توپیر سلیزه بایلوده.
لوشن په نامه یوتن لیکلي ۱۷ کلن ځدران د ۱۳ منډو په توپیر له ریکارډي سلیزې پاتې شو.
۱۵۰ جمع کېلو مېټر پر ساعت سپيډ لیکلي دي، چې که ابراهیم ځدران سلیزه وهلې وه، دا به څلورم ځوان پیلوونکی لوبغاړی و، چې د نړۍ په کچه یې دا ریکارډ جوړاوه.