د یوه ښه ژوند د پیل لپاره مثبت ګامونه

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: عطا محمد میاخېل
که څه هم د ډېری کسانو په ژوند کې بدلون ډېر سخت او ستونزمن کار دی، خو همدا بدلونونه دي، چې کولای شي، تاسو ته د یوه ښه او مثبت ژوند په لور لارښوونه وکړي. موږ ټول د مثبت او منفي ترمنځ په توپیر باندې پوهېږو، لکه تور او سپین، ښه او بد، او سم او ناسم. له دې امله د یوه ښه او مثبت  ژوند له لرلو سره لېوالتیا، په بشپړه توګه طبیعي ده.
مثبت ژوند په یوې موخې یا ځانګړې اړتیا سره توپیر کوي. که کوم ځانګړی څیز لکه پیسې، دنده او یا یو شخص وغواړئ، نو کولای شئ وې لرئ، خو نه شي کولای، چې د تل لپاره یې کنټرول کړئ، خو مثبت ژوند هغه څه دی، چې کولای شئ تل خپل ځان کنټرول کړئ او له دنننه څخه بدلون ورکړئ. مهمه نه ده، چې څوک یاست او چېرې ژوند کوئ او څه کاره یاست، مهمه داده، هر کله مو چې وغوښتل، کولای شئ مثبت ژوند ولرئ.
په دې مقاله کې دا زده کوو، چې په څلور ساده ګامونو سره منفي ګرایي پرېږدو او یو مثبت ژوند پیل کړو.
خپل ذهن کنټرول کړئ  
آیا پوهېدئ، چې ستاسو ډېری غبرګونونه او فعالیتونه، ستاسو د عادتونو په وسیله کنټرولېږي؟
هره ورځ سهار د ساعت په زنګ سره، له خوبه را ویښېږئ او دا د یوه غبرګون سبب ګرځي، ولې؟ ځکه د دې ذهنیت تر اغېزې لاندې راغلي یاست، چې ژر ویښېدل یو بد عادت دی، په پایله کې د ساعت د زنګ په اړه منفي ذهنیت پیدا کوئ.
ښایي له ځانه سره ووایئ، چې د سهار له مخې د ستړیا احساس په بشپړه توګه طبیعي دی، خو نباید خپله ورځ په بد خُلقۍ سره پیل کړئ، دا چلند په دقیقه توګه هغه څه دی، چې په خپل ذهن کې مو جوړ کړی دی.
د ذهنیت بدلون لږ وخت ته اړتیا لري، ځکه ټاکل شوې ده، چې د فکر یوه بله بڼه ولرئ، خو آسانه او ساده کار دی، ښایي ځان ته مو ویلي وي، چې ځینې څیزونو ته منفي ځوابونه په بشپړه توګه طبیعي دي او زما له کنټرول څخه بهر دی، ځکه یو بشپړ ناخبره غبرګون دی، خو کولای شو، چې ناخبره ذهن هم کنټرول او له سره یې ترتیب او تنظیم کړو.
کولای شئ خپل ذهنیت او لید لوری ته د ډېری څیزونو په اړه بدلون ورکړئ. د بېلګې په توګه: د ساعت زنګ یو له ورځنیو عادتونو څخه دی، چې کولای شي، ستاسو ذهنیت کنټرول کړي. ستونزه د ساعت زنګ او ستاسو غبرګون نه ده، بلکې ستونزه دلته ده، چې په خپل ذهن کې مو دا ډول غبرګونونه له وړاندې تنظیم کړي دي، پرته له دې، چې ورته پام مو شوی وي.
ذهن مو داسې جوړ کړئ، چې د دې موقعیتونو په اړه مثبت غبرګون ښکاره کړي، هو باید هره ورځ سهار ژر له خوبه را ویښ شئ، خو پرځای د دې، چې د ساعت زنګ تاسو ته کارونه در په یاد کړي، چې نه مو خوښېږي، خو باید ترسره یې کړئ، هغه ته اجازه ورکړئ، چې تاسو ته د یوې نوې ورځې د پیل یادونه وکړي، هغه ورځ چې یوازې ستاسو لپاره پیل شوې ده.
مثبتې جملې خوندي او حفظ کړئ
د مثبتو جملو په خوندي کولو سره، خپل ذهن دې ته اړ کوئ، چې تل له دې مثبتو جملو څخه کار واخلي او په پایله کې مرسته کوي، چې مثبت ژوند ولرئ، دا مثبتې جملې ستاسو د ذهن په ملکې باندې بدلېږي او لید لوري ته مو د ژوند په اړه بدلون ورکوي، دا کار د خپل ځان د روزلو او د مثبتو جملو د زده کولو په مانا نه دی، بلکې د هغو څیزونو د کارولو په مانا دی، چې ستاسو له دنننه څخه سرچینه اخلي.
کله چې له مثبتو جملو څخه ګټه اخیستل پیلوئ، نه یوازې د فکر په بڼې باندې مو، بلکې ستاسو په شاوخوا خلکو باندې هم اغېزه کوي.
آیا تر اوسه مو دې ته پام کړی دی، چې د مثبتو انسانانو څومره خوښېږي، چې خپل روحیات په چاپېریال کې خپاره او دغه راز خپلو شاوخوا خلکو ته یې ولېږدوي؟ مُسکا، مسکا را منځته کوي او یا مثبتې خبرې اترې، له ځانه سره مثبتې خبرې اترې راوړي.
په مهمو مسایلو باندې تمرکز وکړئ
په ژوند کې هم مثبت اړخونه شته او هم منفي او نه شو کولای، چې بدلون ورکړو، خو کولای شو، چې وې ټاکو، له هغوی څخه کوم یو یې په تاسو باندې اغېزه وکړي. کولای شئ په هغو څیزونو باندې، چې مهم دي، تمرکز وکړئ. ډېره آسانه او ساده کار دی، چې خپل تېر، اوس او راتلونکې ته یوه ځغلنده کتنه وکړئ، په هغو څیزونو باندې مو څومره انرژي ولګوله، چې په پای کې پوه شوئ، هېڅ ارزښت نه لري؟
رښتیا دا دي، چې نباید هر څیز ته ارزښت ورکړو، لکه پخواني ټولګیوال مې زما په اړه څه فکر کوي او یا همکاران مې په ما پسې څه خبرې کوي، په پایله کې نه شو کولای، د ژوند په ټولو اړخونو باندې واک ولرو او په هر شي باندې انرژي مصرف کړو. یوازینی کار، چې کولای شو ترسره یې کړو، دا دی، چې مهم مسایل لومړیتوب بندي کړو او یوازې هغو ته مخه کړو.
نه ویل زده کړئ
د ځینې کسانو لپاره نه ویل، ډېر زیات سخت او ستونزمن کار دی، ځکه د نورو د خواشینۍ او د یوه فرصت د له لاسه ورکولو سبب ګرځي، همدا دلیل دی، چې د (نه) کلمه یوه منفي کلمه ګڼو، ستونزه په دې ځای کې ده، چې هېر کړي مو دي، نه شو کولای، چې هر څه ته هو ووایو، کله چې یو څه ته هو وایو، نو بل څه ته مو نه ویلې ده. مدیر مو له تاسو څخه غوښتي دي، ترڅو تر ځنډه پاتې شئ او پروژه بشپړه کړئ، هغه ته هو وایئ، ځکه نه غواړئ، چې ناهیلی یې کړئ، خو په بدل کې یې له خپل ماشوم سره د لوبو کولو فرصت له لاسه ورکوئ، حتا که له هغه سره مو ژمنه هم کړې وي.
رښتیا دا دي، چې په هو ویلو سره مو د هغې ترڅنګ یوه نه هم ویلې ده. کله چې تصمیم نیسئ یو کار ترسره کړئ، نو دې ته اړ کېږئ، چې بل کار پرېږدئ. ډېره به ښه وه، که کولای مې شوای دواړه کارونه مې ترسره کړي وای، خو امکان یې نه شته.
نه ویل زده کړئ، دا ډېر آسانه او ساده کار دی، یوازې بسنه کوي، پوه شئ، چې کوم کار مو خوښېږي، ترسره یې کړئ او کوم کار مو نه خوښېږي، دې کار ته مو نه ویلې، بلکې له بلې خوا پوهېږئ، چې ټاکل شوې ده، بل کار ته هو ووایئ.