لیکنه : عبدالله عادل
د بنګلدېش کرکټ ملي لوبډلي نوي مشر روزونکی رسل ډومینګ خپلي ډلي ته د افغانستان خلاف د یواځنۍ ټسټ لوبي لپاره خبرداری ورکړی.
د ډومینګ په فکر افغانستان لوبډله د بنګلدېش اب و هوا ته د خپل هیواد غوندي نظر لري او شاید ځیني جالب څه وړاندي کړي.
د بنګلدېش لوبډلي نوي ګمارل سوي روزونکي رسل ډومینګ د سه شنبې په ورځ د رسنیو سره په خبرو کي ویلي :
”دوی یعني افغانستان فکر لري چي د بنګلدېش هوا ورسره مرستندویه ده ، که چیري دوی په انګلینډ ، اسټرالیا او نیوزیلنډ کي لوبېده دا به شاید ددوی لپاره سخته وه. دوی به د بریا لپاره هڅه وکړي او دوی به په دې باوري واوسي چي یو څه به په زړه پوري وړاندي کړي . “
ډومینګ همدا ډول د افغانستان د ورو توپ اچوني په اړه خبري کړي او خپلو لوبغاړو ته یې د افغانستان د توپ اچوني په اړه مشوره ورکړې او هغه یې ننګوونکې بللې .
”ددوی ورو توپ اچونکي سر خوږی جوړونکي دي. او موږ په لنډه کرکټ بڼه (شل اوریز) کي لیدلي چي دوی څومره خطرناکه کېدلی سي.که څه هم د کرکټ دغه بڼه بدله ده خو بیا هم دوی به سرخوږی جوړ کړي.دوی لوبه ګټونکي لوبغاړي پیدا کړي لکه محمدنبي او نور. راشد یو بهترین توپ اچونکی دی. موږ ته په کار ده چي دوی ته احترام ولرو او د دوی په مقابل کي باید ښه منډي جوړي کړو تر څو ددوی په چټکو توپ اچونکو تاثیر وغورځوو. “
ډومینګ هیله لري چي د بنګلدېش لوبډلي د روزني نوې دنده د افغانستان خلاف په بریا سره پیل کړي. هغه په ګوته کړې ده چي نوموړی تر اوسه د لوبغاړو د انتخاب په برخه کي دخیل ندئ.
”هیڅ څوک د ماتي لپاره نه لوبیږي . دا به ښه وي چي په بریا سره یې پیل کړو . موږ باید د افغانستان خلاف پر زغم او په ملګرتیا سره پر توپ اچوني تمرکز وکړو. دا د بنګلدېش سره زما لومړی ټسټ لوبه ده ، زه غواړم چي وګورم چي دوی په لومړۍ لوبه کي څه ډول کارکردګي کوي. زه انتخاب ته کښېنم او ګورم چي د لومړۍ لوبي څخه څه لاسته راځي. “
د بنګلدېش لوبډلي روزونکي د افغان توپ اچونکي ظاهر خان په اړه هم نظر شریک کړی نوموړي ویلي:
”ما د هغه ځیني عکسونه ولیدل . او زموږ ځینو لوبغاړي له هغه سره په بنګلدېش پریمیر لیګ کي لوبېدلي . لیکن د ورځي په پای کي تمریناتي لوبه تمریناتي وي او ته د هغه په اړه ډېر څه نسي ویلی . ته نسي کولی چي تمریناتي لوبه له ټسټ لوبي سره پرتله کړې لکه څنګه چي دا په بشپړ ډول سره توپير لري. “
د بنګلدېش روزونکی ډومینګ همدارنګه د شکیب الحسن په اړه هیله من دی .
”هغه مخکښ الراونډر دی . نو د هغه په اړه موندني تل لویي وي . د هغه کارکردګي په ټولو کرکټ بڼو کي په زړه پوري ده د هغه څخه تمه ده چي دا څه ته پرمختګ ورکړي او ویې ساتي. “
افغان کرکټ لوبډله نن پنجشنبه سهار ۸:۳۰ بجې د بنګلدېش په خاوره د بنګلدېش پر وړاندي یواځنۍ ټسټ لوبه پيلوي.