سبا (پنج شنبه) افغانستان د قطر، بنګله دېش او پاکستان سره مخ کیږي.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

سبا (پنج شنبه) افغان کرکیټ ملي لوبډله د بنګله دېش په کوربتوب د یاد هیواد سره خپله دریمه تاریخي ټیسټ لوبه پیلوي.
په همدې ورځ افغان فوټبال ملي لوبډله بیا د قطر د ۲۰۲۳ فوټبال نړیوال جام او آسیا ۲۰۲۲ فوټبال ملتونو جام په غوراوي پړاو کي د خپل ګروپ لومړۍ لوبه د کوربه قطر هیواد سره ترسره کوي.
او افغان ۱۹کلنه ملي لوبډله په سریلانکا کي د پاکستان خلاف د ۱۹کلنو آسیا جام لومړۍ لوبه ترسره کوي.
د یادو دواړو هیوادو دا لوبه د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو ښار کي ترسره کیږي.
په ورته مهال ددې جام د بل ګروپ څخه بیا د کویټ او هند د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو لوبه هم ترسره کیږي.

د افغانستان او بنګله دېش ټیسټ لوبه بیا د بنګله دېش په چټوګرام ښار په لوبغالي کي ترسره کیږي.
دا لوبه به د کابل پر وخت د سهار پر ۸ نیمو بجو پیل سي او څلور ورځي به دوام ولري.
بلخوا بیا د قطر په کوربتوب ددې هیواد په پلازمېنه دوحه کي ددې هیواد سره د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د جاسیم بن حماد په لوبغالي کي لوبه ترسره کوي.

دا لوبه د مازیګر پر ۵ نیمې بجې شروع کیږي.
د دواړو هیوادونو دا لوبه د ۲۰۲۳ فوټبال نړیوال جام او ۲۰۲۲ آسیا ملتونو جام د غوراي پړاو لوبه ده.
قطر او افغانستان ددې غوراي پړاو په لوبو کي په پنځم ګروپ کي موجود دي او په دې ګروپ کي د درو نورو هیوادونو لکه هند، بنګله دېش او عمان ملي لوبډلو سره هم لوبي ترسره کوي.