رونالډو، میسي او فن ډیک؛ د ۲۰۱۹ فوټبال اتل به څوک وي؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د ۲۰۱۹ میلادي کال فوټبال غوره لوبغاړي جایزې ته درې پیاوړي نوماندان اعلان سول.
په ټوله کي ددې جایزې لپاره د نړۍ په کچه لس تکړه لوبغاړي نوماند سوي دي.
د پرتګال او جیونټوس څخه کریسټیانو رونالډو، د ارجنټاین او بارسلونا څخه لیونل میسي او له نیدرلینډ او لېورپول کلب څخه ریجیل فن ډیک د نړۍ په کچه هغه درې لوبغاړي سول، چي د ۲۰۱۹ میلادي کال د فوټبال غوره لوبغاړي به اعلان سي.
کریسټیانو رونالډو په روان کال کي ۴۹ لوبي کړي دي او ۳۲ ګولونه یې لګولي دي او ترڅنګ یې د فوټبال درې جامونه هم ګټلي دي.
ریجیل فن ډیک په ۶۵ لوبو کي ۱۰ ګولونه لګولي دي، خو ترڅنګ یې د فوټبال دوه جامونه هم ګټلي دي.

او لیونل میسي بیا ۵۸ لوبو کي ۵۴ ګولونه وهلي دي او ترڅنګ یې دوه جامونه ګټلي لري.
د ۲۰۱۹ کال د فوټبال د غوره لوبغاړو د لسو تنو له جملې څخه د نیدرلینډ هیواد او لېورپول کلب څخه دوه نور لوبغاړي هم شامل دي.
د ماټیاس ډي لیکټ او فرینکي ډي جونک ترڅنګ ددې جایزې لپاره له بیلجیم څخه ایډین هزارډ، له انګلیستان څخه هیري کین، له فرانسيې څخه ځوان کالیان ام باپي، له سینیګال څخه سادیو ماني او له مصر هیواد څخه محمدصلاح نوماندان سوي دي.
د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال غوره لوبغاړی لوکا ماډریچ له کروشیا هیواد څخه وټاکل سو.
لوکاماډریچ په همدې کال فوټبال نړیوال جام کي خپله لوبډله تر پایلوبي ورسوله او د همدې نړیوال جام غوره لوبغاړی هم انتخاب سوی وو.

د فوټبال د اوسنیو ستورو له جملې څخه رونالډو او میسي هغه پیاوړي لوبغاړي دي، چي له ۲۰۰۸ میلادي کال څخه د کال غوره جایزې ګټي او دواړو دا جایزې پنځه، پنځه ځله په خپل نامه کړي دي.