مهم هوډ – له پنده ډکه کیسه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: عطا محمد میاخېل
د ایټالیا په یوه کلي کې یو ډېر بد او شریر هلک اوسېده، چې په خپلو بدو خبرو به یې نور ډېر خپه کول. یوه ورځ پلار یې له مېخونو څخه یوه ډک بکس ورکړ او ورته وې ویل: هر ځل دې چې کوم څوک په خپلو خبرو خواشینی کړ، نو له دې مېخونو نه یو یې د غوجلې په دېوال کې ټک وهه.
هلک لومړۍ ورځ شل مېخونه په دېوال کې ټک وهل. پلار یې ترې غوښتنه وکړه، تر څو د نورو د ځورولو شمېر کم کړي. هلک هڅه وکړه او په دیوال باندې د ټک وهلو شویو مېخونو شمېر ډېر کم شو . یوه ورځ پلار یې ترې وغوښتل، هر ځل چې واتونېږې له هغو کسانو څخه بښنه وغواړې، کوم چې په خپلو خبرو دې ځورولي، نو له دېوال څخه یو مېخ را بهر کړه.
ډېرې ورځې تېرې شوې، تر دې چې هلک خپل پلار ته راغی او په ډېرې خوشالۍ یې ورته وویل: پلاره! نن مې ټول مېخونه له دېوال څخه بهر کړل. پلار د زوی لاس ونیوه او یوځای د غوجلې په لور لاړل، پلار دېوال ته وکتل او وې ویل: شاباس زویه ! ډېره ښه کار دې ترسره کړ، خو د دېوال سوریو ته وګوره. دېوال د تېر په څېر پاک او سوتره نه دی.
کله چې ته په غوسه کېږې او په خپلو خبرو نور ځوروې، هغه خبرې هم په انسانانو باندې دې ته ورته اغېزې پرېږدي. ته کولای شې د انسان په زړه کې چاقو ننباسې او بېرته یې را بهر کړې، خو زر ځله بښنه غوښتل هم نه شي کولای، چې را منځته شوی ټپ ورغوي.