روانه میاشت د کریکټ د لوبو ډکه ده!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: بهار سمسور
د ۲۰۲۰ کال نړیوال جام څخه ۱۳ میاشتې وړاندې روانه همدا میاشت د نړۍ په بېلابېلو لوبغالو د بېلابېلو لوبډلو تر منځ د ټېسټ،یوه ورځينیو او هم شل اوریزه لوبو ډکه او بوخته میاشت ده.
دا وخت، هندوستان د ویسټينډيز په دوره دی،افغانستان د بنګلادېش،زیمباوبې د بنګلادېش،نویزلېنډ هم د سریلنکا په کوربه توب پر لوبو بوختې لوبډلې دي.
د اسټرالیا او انګلستان تر منځ د اېشېز معتبره ټېسټ لوبو د لړۍ څلورمه او پینځمه وروستۍ لوبې هم په همدې میاشت کې کيږي.
ایشېز:

دا سیریز د کریکټ له ابتدآ دورې پیل شوی، یو وخت انګلستان د اسټرالیا خلاف په دوه لوبو کې سخته ماتې وخوړه،هغه و چې بیا د دوی تر منځ د لوبو داسې لړۍ پیل شوه،چې دوه لوبې درۍ،بیا تر پینځه ورسیدې او اوس پینځه ورځینۍ لوبې په پینځه وروځو کې تر سره کیږي.
دا لوبې هر کال په انګلستان او اسټرالیا کې کیږي.
اوس به روانه سیپتمبر میاشت وروستۍ دوه ټېسټ لوبې هم وشي،چې ترې مخکې درۍ ټېسټ لوبې تر سره شوې او هم به دا سیریز په پینځمه لوبه پای وموموي.څلورمه لوبه په ۴ تاریخ او هم پینځمه لوبه به ۱۲ د سیپتمبر وشي،دا لوبې په انګلستان کې روانې دي.
نیوزلېنډ او سریلنکا :

د نیوزلېڼډ کریکټ ملي لوبډله په سریلنکا کې دیره ده،چې دلته يې له ټېسټ لوبو وروسته شل اوریزه لوبې پیل شوې دي،لومړۍ لوبه يې میلمه نیوزلېنډ وګټله،خو دوهمه شل اوریزه لوبه به د سیپتمبر په دریمه تر سره شي،دریمه لوبه په شپږم د سیپتمبر کیږي،چې په دې توګه به د نیوزلېنډ سفر سریلنکا ته پای ومومي.
افغانستان او بنګلادېش:

افغانستان بنګلدېش ته د یو اوږد سفر پر هدف خوځيدلی،چې دلته به افغانستان د خپل ټېسټ تاریخ دوهمه لوبه وکړي.
بنګلادېش هم په ټېسټ کریکټ کې دومره نه دی لوبیدلی،خو اوس وخت دغه لوبډله په هر فارمټ کې هرې لوبډلې ته چیلېنج کیدلی شي،چې افغانستان ته به هم لوبه اسانه نه وي.
باید یاده شي،چې افغانستان به هم په خپل غښتلې توپ اچونې خاص کر ارام توپ اچونه شعبه کې کوربه لوبډله وننګوي.
د افغانستان او بنګلادېش تر منځ دغه ټېسټ/پینځه ورځینۍ لوبه روانه میاشت په ۵ تاریخ په چیتاګانګ کې کیږي.
نامیبیا،پي اېن جي او امریکا:

دری افریقايي هېوادونه نامیبیا،امریکا متحد ایالات او پي اېن جي به په دری اړخیز سیریز کې په امریکا کې د یو بل خلاف ولوبږي.
دغه یوه ورځينۍ لوبې به د روانې میاشتې په ۱۳م تاریخ پیل شي او ۲۳م د روانې میاشتې به پای ته ورسیږي.
په دې دری اړخیز سیریز کې به لیګ پړاو شپږ لوبې وشي او بیا به دوه لوبډلې د سیریز پای لوبه وکړي.
بنګلادېش، افغانستان او زیمباوبې:

افغانستان به له ټېسټ لوبې وروسته په شل اوریز دری اړخیز سیریز کې له کوربه بنګلادېش او نړیوال کریکټ بندیز سره مخ زیمباوبې خلاف ولوبیږي.
دغه سیریز د روانې میاشتې په ۱۳ تاریخ د کوربه بنګلادېش او زیمباوبې په لوبې سره د بنګلادېش په پلازمېنه ډآکا کې پیلږي ،چې ورپسې به په ۱۴ تاریخ افغانستان د زیمباوبې خلاف میدان ته ښکته شي،چې افغانستان به د سیریز خپله دوهمه لوبه په ۱۵ تاریخ له کوربه لوبډلې سره ولوبوي.
افغانستان به د سیریز دریمه لوبه په چیتاګانګ کې له زیمباوبې سره وکړي، بیا به پر همدې لوبغالي ۲۱تاریخ له کوربه لوبډلې سره ولوبیږي.
د دې دری اړخیز سیریز پای لوبه به په ۲۴ د سیپتمبر په ډاکا کې وشي، چې زیات امکان د کوربه او افغان لوبډلو دی.
ایرلېنډ،سکاټلېنډ او هالېنډ:

دا دری هېوادونه هم روانه میاشت په ایرلېنډ کې سره لوبیږي.
د دې دری هېوادونو تر منځ ګډ تجارتي شل اوریز لیګ د اقتصادي ستونزو په وجه لغوه شو، اما ایرلېنډ وار خطا نه کړ او په خپل کوربه توب يې شپږ شل اوریزه لوبې ترتیب کړې.
دا لوبې په ۱۵ د سیپتمبر په ډابلین کې د کوربه ایرلېنډ او هالېنډ په لوبې پیلیږي،چې ۲۰ د سيپتمبر به يې شپږمه لوبه او ورپسې د پای لوبه وشي.
هندوستان او جنوبي افریقا:
صوت افریقا به هند ته راشي، دلته به له کوربه لوبډلې هند سره په لوبو بوخته شي،څو کریکټ مینوال يې له لوبو خوند واخلي.
د دوی تر منځ به ټېسټ،یوه ورځینۍ او شل اوریزه لوبې وشي.
لومړی شل اوریزه لوبې د سیپتمبر په ۱۵ پیلیږي،چې وروستۍ دریمه لوبه به يې د همدې میاشتې په ۲۲ په بینګلور کې تر سره شي.
سريلانکا او پاکستان

له اوږد ځنډ وروسته سریلنکا لوبډله پاکستان ته ځي،چې دلته به له کوربه هېواد سره درۍ شل اوریزه، درۍ یو ورځينۍ لوبې وکړي.دا له ۲۰۰۹ کال برید او دلته پر نړیوال لوبډلو د ورتګ له بندیز وروسته لومړۍ لوبډله سریلنکا ده، چې اوږد سفر او زیاتې لوبې به وکړي.
لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه به د روانې میاشتې پر ۲۷ تاریخ په کراچۍ کې تر سره شي او دوهمه لوبه به په ۲۹ د سیپتمبر وشي او ورپسې به د اکتوبر میاشت پیل او په لومړیو کې به يې د دوی تر منځ د سیریز دریمه يو ورځینۍ لوبه هم تر سره شي.