
ليکنه: مدثر دعوت
د سريلانکا کريکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر په نړيوالو ۲۰ اووريزو لوبو کي خپلي ويکټي تر بل هر توپ اچوونکي ډيري کړلې.
لاسيت ملينګا وکولای سوله چي په نړيوالو شل اووريزو لوبو کي ۹۹ ويکټي ترلاسه کړي او تر شاهد افريدي چي د ډيرو ويکټو ريکارډ يې درلودی ځان مخته کړي.
تيره شپه د نيوزلینډ سره په لوبه کي که څه هم لوبه نيوزلینډ د سريلانکا څخه په ۵ ويکټو وګټله خو لاسيت ملينګا وکولای سوله چي په ۴ اوورونو کي د ۲۵ منډو په مقابل کي ۲ ويکټي ترلاسه کړي.
شاهد افريدي چي د ۲۰۰۶ز کال څخه تر ۲۰۱۸ز کال پوري په ۹۹ لوبو ۹۸ ويکټي ترلاسه کړي وې ملینګا وکولای سوله چي په ۷۴ لوبو کي ياد ريکارډ مات کړي.
اوس ملینګا په نړيوال شل اووريز کريکټ کي تربل هرتوپ اچوونکي ډيري ۹۹ ويکټي اخيستي،ورپسې شاهد افريدي ۹۸،همدارنګه شکیب الحسن په ۷۲ لوبو کي ۷۸، عمرګل په ۶۰ لوبو کي ۸۵،سيد اجمل په ۶۴ لوبو کي ۸۵، راشدخان يوازي په ۳۸ لوبو کي ۷۵ او همدارنګه محمدنبي په ۶۸ نړيوالو شل اووريزو لوبو کي ۶۹ ويکټي ترلاسه کړي دي.
راشدخان تر بل هرلوبغاړي په لږو لوبو کي ډيري ويکټي اخيستي چي له دې دا مالوميږي چي راشد به د يو ورځنيو لوبو په څير د چټکو ۱۰۰ ويکټو او همدارنګه په ۲۰ اووريز کريکټ کي د ډيرو ويکټو اخيستلو قوي ريکارډ ټينګ کړي.