درګاه نظام الدين اولیاء د هند له مهمو او تاريخو ځايونو بلل کېږي.
دا د مشهور صوفي حضرت نظام الدين اولياء مقبره ده، چې پر صوفي عقيدتمندو سربېره يې سيلانيان هره ورځ لېدو ته ورځي.
حضرت خواجه شېخ سید محمد نظام الدين اولیاء د اتمې هجرۍ پيړۍ له مشايخو او عرفاو څخه دی، چې د چشتيه طریقت سرلاری بلل کېږي.د هغه کورنۍ له اره د بخارا اوسېدونکي دي، تر پيداېښت مخکې يې پلارنۍ له هغه ځايه لومړی لاهور (هغه کلونه لاهور د هند اړونده سيمه وه) وروسته اتراپردېش ايالت او بیا د نوي ډهلي ختیځ ته مهاجر شول.
نظام الدین اولیاء په نوي ډهلي کې زېږېدلی او په همدلته يې د هند له مشهورو علماوو شېخ فریدالدین شکرگنج، قطب الدین بختیار کاکی او معینالدین چشتي زده کړې کړي دي.
هغه د ځوانۍ په کلونو کې د طریقت مراحلو ته ورسېده،لسګونه کتابونه يې ولیکل او چشتيه پيران يې پيدا کړل. نظام الدين اولیاء په ۷۲۵ ه ق کې ومړ او د نوي ډهلي په ختيځ کې د نظام الدين اولياء په نامه سيمه کې خارو ته ورسپارل شو.
د نظام الدین اولیا مقبرې ته هر ورځ د چشته طریقت پيروان او سيلانيان د لېدنې لپاره ورځي، په دې سيمه کې اکثره مسلمانان اوسېږي او زرګونو خلکو ته په کې کار زمينه برابره ده.
د نظام الدين اولياء درګاه هنديانو او ډېرو نورو بهرنيو ته روښانه تاريخ دی. د درګاه شاوخوا شته سيمه نږدې ۸۰۰ کلونه مخکې د “غياث پور” په نامه يادېده، خو د نظامي الدين اولياء په ورتګ سره دا سيمه په نظام الدين مشوره شوه.
د نظامي کورنۍ د غړي ډاکټر سيد محمد نظامي په خبره، په دې سيمه کې به حضرت نظام الدين خلکو ته د اسلام تبليغ کاوه او له لرو سيمو راغلو خلکو ته به دغلته د اوسېدو اجازه ورکوله.
د غیاث پور يا اوسنې نظام الدين ډېره برخه ډاګونه وو، خو وروسته يو شمېر صوفي عقدتمندو ته پکې د نظام الدين له لوري د مېشت کېدو په اجازې سره په کې خلکو کورونه اباد کړل.